سیاست او دولت

بغلان کې د بورې فابریکې تر بیارغولو وروسته نن فعالیت پیل کړ

بغلان کې د بورې فابریکې له لس کاله ځنډ وروسته بیا ځل، چې د مالیې وزارت له لوري رغول شوې، د فعالیت لپاره په کار پیل وکړ. دغه فابریکه نن د اسلامي امارت حکومت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

بغلان کې د بورې فابریکې له لس کاله ځنډ وروسته بیا ځل، چې د مالیې وزارت له لوري رغول شوې، د فعالیت لپاره په کار پیل وکړ.
دغه فابریکه نن د اسلامي امارت حکومت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د مسئولینو په خبره د دې فابریکې په فعالیت سره به داخلي تولیدات پرمختګ وکړي او هم به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
په همدې اړه د کندز د سپین زر دولتي شرکت مرستیال رحمت الله رحماني د فابریکې په پرانستغونډه کې ویلي: «چې د بغلان د شکر دولتي شرکت کې ۳۵۰ مسلکي او فنی او دغه راز ۷۰۰ خدماتي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په فعالېدو سره یې د هیواد د اړتیا وړ درې سلنه بوره تولیدیږي».
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني په خپلو خبرو کې د دا ډول ګټورو پروژ د ملاتړ ټټر وهلی او ډاډ یې ورکړی، چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د دغسې سترو او یا وړو پراختیايي پروژو د مخکې تګ پر وړاندې خنډ جوړ شي.
دغه راز د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي عبدالحمید اخوندزاده، تېر نظامونه د افغانستان د ورانۍ ذمه وار بللی او ویلي یې دي، چې په تیرو شلو کلونو کې د دې پر ځای چې په شرکتونو پانګونه وشي، بیارغونې ته یې پام وشي د لمنځه وړلو لپاره یې هڅې کېدلې.
اخوندزاده وویل: «د اوسني نظام رهبري ژمنتیا لري، څو شرکتونونه او فابریکې ټولې فعالې شي او په همدې موخه په نه ستړي کېدونکي ډول هلې ځلې کوي».
د دولتي شرکتونو د همغږۍ د انسجام رئیس مولوی احمدجان بلال وویل، چې د دې فابریکې په فعالولو سره هیواد د صنعت په برخه کې د ځان بسیاینې په لور یو ګام کېښوده او د بغلان ولایت د امنیتي ځواکونو په همکارۍ مو مسلکي او فني کارکوونکي وتوانېدل چې د بغلان د بورې فابریکه ورغوي.
د بغلان د بورې فابریکه په ۱۳۱۹ هـ ش کې د جرمني هېواد په مرسته جوړه شوه، چې په ۱۳۷۰ کال کې یې د کورنيو جګړو له امله فعالیت ودرېد، څو کاله وړاندې یادې فابريکې یوځل بیا په کار پيل وکړ خو د اومه موادو د نشتون، د ځمکو غصب يې او دغه راز د واکمن حکومت نه پاملرنې له امله له کاره ولوېده.
د بغلان د بورې د تولید یوازینۍ فابريکه ده چې له جغوندرو بوره جوړوي خو باور دا دی چې که دغه فابريکه سل سلنه فعاله شي نو د نهو شمالي او شمال ختیځو په ولايتونو کې به د جغوندرو کروندې بيا وغوړيږي او کروندگر به يې په کرکيلې لاس پورې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button