اقتصادهیواد

بغلان کې استنادي دېوالونه او د اوبو دهنې جوړې شوې

د بغلان د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست مسئولينو ويلي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې رياست په همغږۍ او د خوړو نړيوال سازمان په مالي لګښت د افغانستان ټولنيز ملاتړ مؤسسې په مرکزي بغلان او فرنګ ولسواليو کې  د څه باندې ۶۸ مېليونه افغانيو په ارزښت د استنادي ديوال او د اوبو د  کوچنيو دهنو درې پروژې بشپړې کړې دي.د بغلان د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د برنامو آمر انجنير وسيم رشيدي ويلي، چې د دې ولايت په مرکزي بغلان او فرنګ ولسواليو کې د کليو د  پراختيا رياست په همغږۍ، د خوړو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ، د افغانستان د ټولنيز ملاتړ مؤسسې د درېو پروژو په چوکاټ کې  ۲۲۶۰ متره استنادي ديوال او دغه راز ۲۲ د اوبو وړې دهنې جوړې کړي دي.رشيدي زياته کړه، چې د ياد استنادي ديوال او د اوبو په دهنو ۶۸ مېليونه، ۴۴۲ زره او ۱۴۰ افغانۍ لګښت راغلي دي، چې ۲۷۰۲ تنه ترې په مستقيم ډول ګټه پورته کوي.د مرکزي بغلان ولسوالۍ د خواجه خان بابا د سيمې د ولسي تړون د شورا د فنډ مسئول ښايسته ګل باختر اژانس ته ويلي، چې د دې ديوالونو او دهنو په جوړېدو سره يو شمير ځمکې د اوبو د لاندې کولو له خطر څخه ژغورل شوي او دغه راز د اوبو د مديريت په برخه  کې به ګټورې تمامې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button