سیاست

برېتانوي بنسټ: هلمند کې د کوکنارو کښت ۹۹ سلنه کم شوی

يو پلټونکي برېتانوي بنسټ پهه پلټنه کې موندلې، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکيله کې د پام وړ کموالی راغلی دی.د دغه بنسټ په وينا: د تېر په پرتله په بېساري ډول په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کموالی راغلی دی.ياد بنسټ د کوکنارو د کښت د کموالي انځورونه هم خپاره کړي او ويلي يې دي طالبان (( اسلامي امارت)) بريالی شوی، چې په هلمند کې د کوکنارو کښت ۹۹ سلنه راکم کړي.په ټول کې د دغه بنسټ د يوه پلټونکي ډيويډ منسفيلډ موندلې ښودلې، چې د افغانستان په جنوب کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.د دوی په وينا د کوکنارو کښت له هغې راهيسې کم شوي، چې د طالبانو (( اسلامي امارت )) مشر  ((عاليقدر امير المؤمنين  حفظه الله )) په يوه فرمان کې د هر ډول نشه يي توکو پر کرکيله بنديز ولګاوه.

په ورته وخت د نشه يي توکو سره د مبارزې يوه پخواني مسئول مايک تري ويلي، د کوکنارو د کښت دغه کموالی به په نړۍ کې د هيروينو د قاچاق او سازمان شويو جرايمو په کموالي کې د پام وړ رول ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button