هیواد

برښنا شرکت: ژر به د برښنا تخنيکي ستونزه حل شي

د تېر په څېر يو ځل بيا افغانستان ته د ازبيکستان وارداتي برښنا د تخنيکي ستونزو له کبله ۵۰سلنه کمه شوې ده،خو د افغانستان د برښنا شرکت مسئولين ډاډ ورکوي ، چې ژر تر ژره به دا ستونزه حل او برښنا به عادي حالت ته راوګرځي.د برښنا شرکت وياند حکمت الله ميوندي وايي: برښنا شرکت د يادې ستونزې د حل لپاره له ازبيکستان سره په اړيکه کې دی او دا ستونزه د حل کېدو په حال کې ده.
(( موږ له دوی سره په تماس کې يو، ترڅو دا ستونزه حلېږي، د افغانستان برښنا شرکت هڅه کوي چې پر بديلو لارو کار وکړي او هيوادوالو ته د اړتيا وړ برښنا ورسوي. له هيوادوالو مو هيله داده چې تر هغه وخته له زغم څخه کار واخلي.))نوموړی وايي، چې په ازبيکستان کې تخنيکي ستونزه رامنځته او د دې سبب شوې ،چې د کابل په ګډون پر دغه مسير د پرتو ولايتونو د برښنا په برخه کې کمښت رامنځته شي.د ميوندي په وينا، د افغانستان د برښنا زياته برخه وارداتي ده او په دې موسم کې افغانستان ډېره برخه برښنا له ازبيکستان څخه پېري. که څه هم د قرار داد له مخې ازبيکستان برښنا نه قطع کولای او نه کمولای شي ،خو که چېرته تخنيکي ستونزه په منځ کې وي ازبيکستان هغه له افغان لوري سره شريکوي چې د لنډ مهال لپاره وي.بله خوا، د اقتصادي برخې متخصص سيد الرحمن عمران وايي، برښنا د يو هيواد په اقتصادي وده کې خورا مهم رول لري او د کورنيو توليداتو د لا زياتوالي لپاره بايد په کور د ننه برښنا توليد شي.دی زياتوي ، چې افغانستان د برښنا د توليد لويې سرچينې لري ،چې کولای شي ور څخه په لوړه کچه برېښنا ترلاسه کړي: (( افغانستان د برښنا د توليد ډېرې ښې سرچينې لري. څلور لويې سرچينې چې افغانستان کولای شي ور څخه په ډېره لوړه کچه له ۳ لکه ميګاواټو نه زياته برښنا توليد کړي، هغه د اوبو د بندونو په واسطه د برېښنا توليد دي، بل بادي سرچينې دي ،چې يو شمېر ولايتونه ډېر تېز بادونه لري. درېيمه سرچينه لمر دی چې کولای شي په لوړه کچه برښنا توليد کړي او بل هم د ډبرو سکاره دي.))له دې وړاندې هم افغانستان ته د تاجکستان او ازبيکستان هيوادونو وارداتي برښنا د بېلابېلو عواملو له کبله پرې شوې چې هېوادوال يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.د برښنا شرکت مسئولينو له دې وړاندې ويلي :افغانستان له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ ميګاواټه پورې برښنا ته اړتيا لري چې شته ستونزې ورسره حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button