اقتصاد

برښنا شرکت: له کورنيو سرچينو د برښنا د توليد کچه لوړوو

د افغانستان برښنا شرکت وايي، چې له کورنيو سرچينو د برښنا د توليد کچې لوړولو لپاره يې يو لړ پروژې تر لاس لاندې دي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، چې له کورنيو سرچينو د برښنا د توليد کچې لوړولو لپاره يې يو لړ پروژې تر لاس لاندې دي. د ياد شرکت وياند وايي، چې دمګړۍ د افغانستان يوازې ۲۰ سلنه برښنا له کورنيو سرچينو توليدېږي او ياد شرکت هڅه کوي، چې د پانګوالو  په راجلبولو سره په هيواد  کې د کورنيو سرچينو د برښنا د توليد کچه لوړه کړي. د برښنا شرکت وياند وايي: په نږدې راتلونکي کې به په ترخېلو کې د ۴۰ ميګاواټه پروژه ، د وردګو د چک پروژه او د پنجشېر پر سيند د بند د جوړولو پروژه پلې کړي، ترڅو د اوبو له سرچينو د برښنا د توليد ظرفيت لوړ شي. د دغه شرکت په وينا: افغانستان د ۲۳ زره ميګاواټه اوبيزې برښنا د توليد ظرفيت لري. په ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په هيواد کې د برښنا د توليد ۳۵ بندونه فعال دي چې له دې ډلې ۲۲ يې لوی بندونه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button