سرلیکنې

بريتانوي شهزاده او د افغانانو د وژلو سپين سترګی اعتراف..! 

وړمه ورځ لوېديځو رسنيو د بريتانوي شهزاده «هري» د کتاب ځينې مطالب خپاره کړل، چې په يوه برخه کې يې په ډېره سپين سترګۍ د خپل ماموريت پر مهال د ۲۵ تنو افغانانو د وژلو اعتراف شوی.

وړمه ورځ لوېديځو رسنيو د بريتانوي شهزاده «هري» د کتاب ځينې مطالب خپاره کړل، چې په يوه برخه کې يې په ډېره سپين سترګۍ د خپل ماموريت پر مهال د ۲۵ تنو افغانانو د وژلو اعتراف شوی.

 هري ليکلي: «ما ۲۵ افغانان وژلي» او بیا ليکي: «زہ به د خپل خوب بستر ته بې له کوم تشویش څخه په ارامو اعصابو تلم، ځکه ماته وژل شوي کسان انسانان نه، بلکې د شطرنج د دانو په څیر ښکارېدل».

دغه بريتانوي شهزاده دوه ځله د افغانستان جنوب هلمند ولايت کې بريتانوي ځواکونو سره ماموریت ترسره کړی، لومړی ځل په ۲۰۰۷م کال او دوهم ځل په ۲۰۱۳م کال کې او په دواړو ځلونو کې يې د افغانانو پر وژلو سپين سترګی اعتراف کړی.

د شهزاده هري دغه کړنه او بيا  دومره زړور اعتراف د حيرانتيا او تعجب وړ نه دی، له اشغالګرو يوازې د همداسې بشر ضد کړنو تمه کېدلی شي، بلکې افسوس او حيرت د هغو افغانانو په حال دی، چې د اشغال پر مهال يې غربي ځناورو سرہ، د ژباړن، مامور، قراردادي، سلاکار او نورو په توګه دندہ اجرا کړ‎ې‌او اوس هم ځان د هيواد او ملت خادمان معرفي کوي او خپلو ناوړو کړنو ته خدمت وايي.

دا يوازې بريتانوي شهزاده نه دی، چې دغسې وحشتونه يې کړي، بلکې اشغالګر راغلي د همدې لپاره وو، له دې وړاندې د ځينو امريکايي او استراليايي ځواکونو اعترافونه هم خپاره شوي وو، هغوی ته د افغانانو وژل د شطرنج د دانو غورځولو او لرې کولو په څېر بې ارزښته ښکارېدل.

دوه لسيزې يې زرګونه بې ګناه انسانان ووژل، پر عامه ځايونو، تعليمي او روغتيايي ادارو او ودونو يې ړندې او ناترسه بمبارۍ وکړې، د کندوز مدرسه کې يې لسګونه ماشومان شهيدان کړل، د کندهار پنجوايي ولسوالۍ زنګاوت سيمه کې يو امريکايي عسکر د شرابو په نشه کې د شپې پر کلي بريد کړی و او ۱۶ تنه يې له وژلو وروسته سوځولي وو؛ دا يوازې څو نمونې دي، ددغسې بوږنوونکو پېښو اوږده فهرستونه شته.

 زرګونه نور يې کلونه-کلونه له جرم او دوسيې پرته د باګرام او ګوانتانامو په څېر وحشي زندانونو کې وساتل او نور داسې وحشتونه يې وکړل، چې تاريخ يې په ثبتولو د شرم احساس کوي.

خو تعجب دا دی، چې نړيوالو بشري سازمانونو، ټولنو او ادارو نه يوازې دغه کړنې او وحشتونه ونه غندل، بلکې دغې نامشروع جګړې او اشغال ته يې د بشري حقونو د تامين او تروریزم پرضد جګړې کلمه کاروله او د دوی په وړاندې د ازادۍ لپاره کېدونکې مبارزه يې ترهګري ګڼله.

د بشري حقونو د څار سازمانونه او ادارې ولې ددغه ستر جنګي جنايت په وړاندې پټه خوله دي؟ ايا افغانان د بشريت برخه نه ده؟ ملګري ملتونه، چې نړۍ کې د عدالت او بشري حقونو د دفاع تر ښکلي شعار لاندې فعاليت کوي، ولې پر دغه نه بښونکي وحشت سترګې پټوي؟

افغان ملت له اشغالګرو څخه د هيواد د ازادۍ لپاره د مبارزه کوونکو د احسان پوروړی دی، نن چې افغانستان ازاد او خپلواک هيواد دی، د هغو ځوانانو د قربانۍ برکت دی چې د ازادۍ لپاره يې ان خپل سرونه هم نذرانه کړل.

موږ بايد د الله تعالی شکر ادا کړو، چې د اشغالګرو له ظلمونو او وحشتونو يې وژغورلو او يو ځل بيا يې د خپلواک هيواد څښتنان کړو، او د شکر ايستلو طريقه داده چې له اوسني نظام څخه بايدکلک ملاتړ وشي‌، د قوانينو د تطبيق په برخه کې مرسته ورسره وشي او دغه چاره خپل مسئولیت او ملي دنده وګڼل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button