سیاست او دولت

بدخشان کې ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۳۸۵ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.د شغنان ولسوال مولوي رحمان الدین رحماني وایي چې دغه ودانۍ په درمارخت سیمه کې د ۳۸۵ زره ډالرو په لګښت د اغاخان بنسټ او جرمني له لوري رغول شوې چې ۸ ټولګي، یوه اداري خونه، یوه کمپیوټر لب او د لاباراتوار خونه لري چارې یې د شاوخوا درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکي ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او دې ته د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button