
اقتصاد
بدخشان کې تېر کال د تذکرو له وېش څخه نږدې ۱۷ میلیونه افغانۍ عواید را ټول شوي
د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ کال کې د څهباندې ۲۲ زره الکترونیکي او د شاوخوا ۱۰۴ زره کاغذي تذکرو له وېش څخه نږدې ۱۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس حبیبالرحمن عثماني وايي چې په دې ولایت کې په ورځني ډول د الکترونیکي تذکرو وېش څانګو ته له ۳۰۰ زیات غوښتونکي د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
ښاغلی عثماني همدارنګه زیاتوي چې د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال نږدې ۷ زره او ۳۰۰ هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاح خدمتونه او له ۹ زره زیاتو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو او مړینو) د ثبت خدمتونه هم وړاندې کړې دي.
د دې ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر اساس په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې له دغو څانګو څخه یوه فیض آباد ښاراو بله هغه یې بهارک ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې په ورځني ډول نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي. همدارنګه په یادو وېش څانګو کې د الکترونیکي تذکرو اړوند له وېش وروسته خدمتونه (مثني تذکرې، د ودونو او طلاق ثبت، د زیږیدنو ثبت او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) هم فعال دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په پام کې لري چې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته وغځوي چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.