ټولنه او کلتورمقالې او تبصرې

بادي ژرندې لومړی ځل په افغانستان کې رامنځ ته شوې

50 / 100

د پخوانیو خلکو یوه لویه ستونزه د غلو دانو اوړول وو، چې په پیل کې به یې د مېچنو په ذریعه دا عملیه ترسره کوله، خو د مېچنو کار ډېرستړی او دروند و،ځکه لومړی به یې تر دوو ځلو پورې غنم په مېچن لومړی لواړ بیا ورسته یو څه مئین میدول او په درېیم ځل به د استفادې وړ اوړه کېدل، کنجکاو انسانان به تل په دې فکر کې و، چې داسې آلې رامنځ ته کړي چې په خپله وګرځي او غنم اوړه کړي، د طاحونې په نامه د ژرندو نوښت د لومړي ځل لپاره یو نیم زرکاله د مخه د بین النهرین (دجلې او فرات ) د سیندونو په ساحلونو کې رامنځ ته شو،چې د مېچنې جوړښت یې درلود،خو (پلونه) یې له مېچنې ډېر لوی و او د اوبو د انرژۍ په ذریعه به څرخېدې، په منځنۍ توګه به یوې طاحونې په ۲۴ ساعتونو کې سل منه غنم اوړول،خو افغانستان بیا هغه ملک شو،چې په بین النهرین کې یې د اوبو له ژرندو ډېره لږه موده وروسته بادي ژرندې جوړې کړې، په دغو ژرندو کې به په ۲۴ ساعتونو کې په خروارو غنم اوړېدل او کیفیت به یې د ژرندې له اوړو هم لوړ و، په افغانستان کې بادي ژرندې د لومړي ځل لپاره د هرات،فراه،هلمند او سیستان په حوزو کې جوړې شوې علت يې داو،چې په دې سیمو کې به ۱۲۰ ورځې منظم له یوه مسیره موسمي باد چلېده او بادي ژرندې هم د دغه باد په مسیر کې جوړې شوې،چې ډېر منظم تولید به یې درلود دا ژرندې نه یوازې د سیستان په جغرافیا کې فعالیت درلود،بلکې د هزارجاتو د بهسودو په ولسوالۍ کې هم د دې ژرندې پخواني خرابې موجودې او دا سیمه چې دې ژرندو په کې فعالیت درلود اوس هم د (باد آسیا ) په نوم یادېږي په اوسنۍ باد آسیا کې باد ژمي اوړی په نري توږم لګېده او د دې ژرندو څرخونه به یې په حرکت را وستي وو، خو دا ژرندې اوس ورانې دي او زاړه پاتې شوني یې په ځای پاتې دي که دا صنعت بېرته را ژوندی شي کېدای شي نوی وي، ځکه د فعالیت او خدمت کچه یې بشرته ډېره لوړه ده او بله ښېګڼه یې داده چې بادي ژرندې د ماشیني ژرندو په څېر اوړه نه سیځي ، د سیستان په حوزه کې نه یوازې بادي ژرندې، بلکې کېدای شي په دې حوزه د ۱۲۰ ورځو موسمي، با قاعده او پرله پسې بادونو په ترڅ کې د بادي برېښنا صنعت هم را منځ ته شي او که چېرې دا صنعت رامنځ ته شي او پراختیا ومومي کېدای شي د زرګونو میګاواټه برېښنا د تولید سبب شي.

نښې نښانې ښیي چې نه یوازې په سیستان او بهسودو کې بادي ژرندې موجودې وې،بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم دا ډول ژرندې موجودې وې،خو یوازې نيمګړتیا یې داوه چې د سیستان حوزې په شان ثابت موسمي باد به یې نه درلود ، ځکه د هېواد په ډېرو سیمو د باد آسیا په نامه غونډۍ شته او د دې سیمو خلک روایت لري،چې د دوی په سیمو کې بادي ژرندې موجودې وې،خو خلک ځکه د اوبو ژرندو ته ترجیح ورکړه چې بادي ژرندې به له کلیو لرې او د لوړو غونډیو د پاسه جوړې شوې وې،چې د غلو دانو حمل نقل ورته ګران و،خصوصاً د ژمي په موسم کې، بل ستونزه یې دا هم وه چې کله ناکله به نامعلوم باد د څو ورځو لپاره ځنډېده او غنم به نیم په آخور او نیم په ژرنده کې پاتې وو.

کله چې ۱۴سوه کاله د مخه فاتح عرب د اسلام د سپېڅلي دین د خورولو لپاره افغانستان ته را غلل،نو دسیستان په حوزه کې د دې ژرندو جوړښت او تخنیک ته حیران شول او مؤرخینو یې په خپلو تاریخونو کې دا بادي ژرندې د طواحین الریاح په نامه په ډېرتعجب سره یادې کړې او خپل خلک یې د افغانانو له دې اختراع خبرکړل،په مجموع کې د آسیا او افریقا تمدنونه ډېر لرغوني او زاړه دي او د دې ډول تاسیساتو زړې نښې او آثار هم لومړی له آسیا او افریقا څخه چې آریانا ، مصر، بابل ، بین النهرین، کلده یې مرکزونه وو ترلاسه شوي،چې په دې لړ کې په افغانستان یا لرغونې آریانا کې هم د (ډبرې) د دورې داسې صیقل شوي لرغوني آثار را پاتې شوي چې د اکثرو تاریخ تر پنځوسو زره کلونو پورې رسېږي، د دغه هېواد اوسېدونکي هغه وخت چې د هېواد، د شمال او غرب په مغارو کې یې ژوند درلود، له ډبرې یې داسې لومړني ابزار جوړ کړل چې اوس کشف شوي او د لرغون پېژاندو د حیرانۍ سبب ګرځېدلي،چې په دغه ابزارو کې ګرد او داسې تېره کاڼي هم شامل دي،چې ښکار به پرې کېده ، په دې ډله کې د مېچنې یو د بل دپاسه اېښودل شوي لاندې باندې پلونه هم موندل شوي،چې ښیي د مېچنې ملګري له انسانانو سره ډېره پخوانۍ ده، مېچنې ته د ماشین مور هم ویل شوې، ځکه ماشین هم په خپل محور څرخي او په هره برخه کې هغه خدمت ترسره کوي،چې د بشرترې تقاضا ده.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button