اقتصاد

بادغیس کې د قادس بند د جوړېدو چارې پیل شوې

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست له خوا د بادغیس د قادس ولسوالۍ د لوی ذخيروي بند چارې پيل شوې. د قادس ذخیروي بند د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۱۲ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۳۲ متره په ارتفاع سره جوړېږي چې د ۱.۸۲ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د دغه بند په جوړېدو سره به ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او د سیمې  ۶۰ زره اوسېدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button