سرلیکنې

ای فلسطيني وروڼو! صبر او همت وکړئ، بریا ستاسې ده

 دا وخت د فلسطین موضوع د ګرد مسلمان امت لپاره له دوو جهتونو انتهایي ډېره مهمه ده. لومړی دا چې د یهودو غوندې سر کښه دښمنانو په لاس د اسلام د ړومبۍ قبلې مسجد اقصی د اشغال خبره ده، هغه چې د څښتن تعالی د لمانځونکي امنیت پکې خوندي نه دی او له اویا کلونو راهیسې یې پرلپسې سپکاوی کېږي.

 دا وخت د فلسطین موضوع د ګرد مسلمان امت لپاره له دوو جهتونو انتهایي ډېره مهمه ده. لومړی دا چې د یهودو غوندې سر کښه دښمنانو په لاس د اسلام د ړومبۍ قبلې مسجد اقصی د اشغال خبره ده، هغه چې د څښتن تعالی د لمانځونکي امنیت پکې خوندي نه دی او له اویا کلونو راهیسې یې پرلپسې سپکاوی کېږي. دویم دا چې د همدې مبارک جومات او بختورې ځمکې خواوشا مسلمانان همېشه د یهودي او صلیبي یرغلګرو له خوا تر بدترین ظلم او زیاتي لاندې او د هېڅ ډول انساني حقونو خیال یې نه ساتل کېږي. په دې کې شک نشته چې د اقصی چاپېره سیمې له پېړیو راهیسې د مسلمانانو، یهودو او صلیبیانو ترمنځ همداسې د جنګ جګړو د میدان په توګه پاتې شوي او زښته ډېرې ککرۍ پکې خاورې شوي، خو د مګړۍ بیا د یهودو او صلیبیانو د وحدت او مسلمانانو د خپل منځي اختلافاتو او بې باوریو له امله زموږ پر فلسطینی وروڼو یو داسې ناوړه حالت راغلی چې مثال یې ان د چنګیزي یرغل پر مهال هم نه دی لیدل شوی. خصوصاً له تېرو اتو میاشتو راهیسې خو هلته داسې کانې وشوې چې نه د فرعون په زمانه کې وې، نه د نمرود، اصحاب اخدود او تر هغو را وروسته. لنډه دا چې اوس هلته د صهیونیستانو له خوا پر عام ولس ړندې بمبارۍ کېږي، جوماتونه یې نړول کېږي، ماشومان د مور او پلار په مخکې وژل کېږي او پرده پوښې مېرمنې د خپلو مېړونو پر وړاندې لوڅيږي، تړل کېږي، اجتماعي جنسي تېری ورباندې کېږي، خاوندانوته یې ویل کېږي چې حتماً په رڼو سترګو وروګوري هم او بیا یې اخر کې ورته وژني هم. یقیناً دا وضعیت په هیڅ صورت د زغملو نه دی، خو هی افسوس چې یا خو د دوی په چم ګاونډ کې څوک با احساسه ملت وی او یا تر فلسطینه د افغان لښکرو د ورتګ کومه لار. له بده مرغه دا وخت افغانان نه د ورتګ لار لري او نه یې په نړیوال سیاسي ډګر کې څه غږ اورېدل کېږي، خو دلته زموږ یو عادي وګړی هم د فلسطین له درده ناخبره نه دی بلکې شپه ورځ ورته ځوریږي، دعاګانې ورته کوي او د افسوس آهونه باسي. نو اې د غزې مجاهد او مېړنی ملته! افغان ولس درته سلام کوي، موږ وبښئ!موږ همدلته خپل هېواد کې محاصره یو خو ستاسې بده ورځ د زړه په سترګو وینو.

 افسوس چې موږ لرې یو او هیڅ وس مو نه کېږي، خو کوم اسلامي هېوادونه چې وس لري، د هغوی پر سترګو او زړونو د بې غیرتي، بې ایماني او غفلت پټۍ پرتې دي، نه خپله څه کوي او نه حتی خپل مسلمان ولسونه له خپلو فلسطيني وروڼو سره مرستې ته پرېږدي.خو بیا مو هم خپلو اتلو فلسطيني وروڼو ته پیغام دا دی، چې حوصله مه بایلئ، تاسې له جهاد او مقابلې پرته بله لاره نه لرئ، جهاد د عزت لاره ده، يا به عزتمند ژوند تر لاسه کوئ او يا عزتمند او سپېڅلی شهادت. نو پر خپله لاره مستقیم واوسئ، پر الله تعالی بروسه وکړئ او له صبر او همت څخه کار واخلئ، وروستۍ بریا ستاسې ده!

ان شاء الله العزيز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button