سرلیکنې

اړيکې او تعامل يوازې د افغانستان اړتيا نه ده!

دوه لسيزې وړاندې د امريکا  د متحدو ايالاتو په مشرۍ لويدیځې نړۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې تر دروغجن شعار لاندې د ټولو نړيوالو او بشري قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ.‌ که څه هم په ښکاره ډول يې د امنيت، بيارغونې، پرمختګ او ټولنيز عدالت تامين افغانستان ته د راتګ موخې او اهداف ګڼل؛ خو په عمل کې يې هر څه د شعار خلاف تر سره کول، د اشغال پر مهال هيواد له بل هر وخته ډېر ناوړه امنيتي وضعيت کې قرار درلود، هره ورځ به په اوسط ډول سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته. د ميلياردونو ډالرو پر راوړلو سربيره هيڅ بنسټيزه او زيربنايي پروژه تطبيق نشوه او په فساد او د مخدرو توکو په تولید او قاچاق کې افغانستان د نړۍ لومړۍ درجه هيواد ګڼل کېده.

خو له نېکه مرغه واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، په ټولو برخو کې مثبت بدلون راغلی، بشپړ او سرتاسري امنيت تامين شوی، د ګڼو بنسټيزو پروژو کارونه جريان لري او د فساد او مخدرو موادو د تولید او قاچاق کچه په بې ساري ډول راټيټه شوې ده‌.

که څه هم د ځينو نړيوالو قوتونو او استخباراتي سازمانونو له لوري د رسنيو په وسيله ډېرې هڅې او کوښښونه وشول، چې د اسلامي امارت برياوې پټې کړي، خو ټولې هڅې يې ناکامې شوې او اوس د نړۍ ډېر هيوادونه اوسازمانونه هم دې نتيجې ته رسېدلي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت بديل نشته او بايد تعامل ورسره وشي.

 د اسلامي امارت په راتګ سره پر مثبت بدلون او پرمختګ اقرار د نړيوالې ټولنې لپاره اوس ناچاري ده او هغوی نشي کولی، چې په دې هرڅه سترګې پټې کړي، بلکې اړ دي، چې  له اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې ورغوي او دغه تعامل او اړيکې يوازې د افغانانو اړتيا نه ده، بلکې د نړۍ او سيمې هيوادونه هم اړتيا لري چې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو د تامین په موخه د افغانستان اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې ورغوي.

دا چاره عملاً تر يوه بريده پورې پيل شوې هم ده، د بيلګې په توګه په ګڼ شمېر هيوادونو کې د افغانستان سفارتونه او سياسي استازولۍ په رسمي ډول د اسلامي امارت استازو ته سپارل شوي، په ګڼو نورو هيوادونو کې پخواني ډپيلوماټان د بهرنيو چارو وزارت سره په اړيکه کې دي او د بهرنيو چارو وزرات سره خپل کاري راپورونه شريکوي او د فعاليتونو په هکله مشورې او احکام اخلي.

دغه راز ډېر هيوادونه اوس په افغانستان کې سفارتونه او ډيپلوماټيک حضور لري، چين په دې برخه کې له نورو يو څه مخکې ښکاري، له اسلامي امارت سره پراخې اقتصادي او سياسي اړيکې لري او په دې وروستيو کې يو بل ښه پرمختګ دا و، چې چين د افغانستان لپاره خپل نوی سفير معرفي کړ او نوموړي په کابل کې خپل فعاليت په داسې ډول پيل کړ، چې د اسلامي امارت د نظام په رسميت پېژندل ترې څرګندېدل او په دې توګه يې نړيوالې ټولنې ته يو شين څراغ ورکړ، چې بايد له اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې د خپلو ګټو په محور وڅرخوي او په دې برخه کې د غرب فرمايشونه او غوښتنې له پامه وغورځوي.

په روسيه کې د روانې ميلادي مياشتې په پای کې د مسکو فارمټ تر عنوان لاندې شپږمه ناسته جوړيږي او د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ افغان پلاوي ته پکې د ګډون رسمي بلنه ورکړ شوې، دا څرګندوي چې د سيمې هيوادونه له افغانستان سره د سياسي او اقتصادي اړيکو رغولو ته د اهميت په سترګه ګوري او ليوالتيا لري، چې له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.

په کرار کرار به د نړۍ نور هيوادونه هم دې پايلې ته ورسيږي، چې له اسلامي امارت سره اړيکې د دوی په ګټه دي او د انزوا او فشار تکراري او ناکامې تجربې ګټه نه لري. په دې برخه کې د اسلامي امارت چارواکي هم بايد لا ډېرې نورې هڅې وکړي او د نړۍ او سيمې هيوادونه قانع کړي، چې د افغانستان فعلي وضعيت د سيمې او نړۍ لپاره ګواښ نه، بلکې فرصت دی او ټول په ګډه بايد له دې طلايي فرصت څخه ګټه پورته کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button