ګزارش

اير عربيه هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړې

هېواد ته د فلاي دوبي هوايي شرکت د الوتنو له پيل وروسته اير عريبه هوايي شرکت هم افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړې. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دغه هوايي شرکت به له دې وروسته په نورمال ډول د شارجې او کابل ترمنځ په ورځ کې يوه الوتنه ترسره کړي چې په دې سره به مسافرو ته لا اسانتياوې رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې فلاى دوبي هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پيل کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button