برېښنايي نسخېکاغذ

ايران کې د فلسطين په هکله کنفرانس او د اسلامي امارت دريځ!

که څه هم څو لسيزې کيږي، چې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ جګړه روانه ده او وخت ناوخته دغو جګړو کې شدت راځي؛ خو له تېرو څه کم دريو مياشتو دغې جګړې د تاريخ له ټولو خونړۍ بڼه خپله کړې ده.

که څه هم څو لسيزې کيږي، چې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ جګړه روانه ده او وخت ناوخته دغو جګړو کې شدت راځي؛ خو له تېرو څه کم دريو مياشتو دغې جګړې د تاريخ له ټولو خونړۍ بڼه خپله کړې ده.

د فلسطيني مقاومت کوونکو له لوري د اکتوبر په۷مه نيټه د طوفان الاقصی په نامه له پيل شويو عملياتو راوروسته اسرائيل له ټولو نړيوالو قوانينو خلاف پر غزې تړانګې سخت بريدونه کوي، چې تر اوسه پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره بې ګناه فلسطيني مسلمانان ژوبل او شهيدان شوي، د دغه ګڼ ميشتي ښار ډېره برخه ويجاړه شوې او سلګونه زره نور يې د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اشغالګرو صهيونيستی اشغالګرو ته هم په دغې جګړه سخت ځاني او مالي زيانونه رسېدلي او له ټولو ستره رسوايي او ناکامي يې دا ده، چې تر اوسه پورې د ميرمنو او ماشومانو له وژلو پرته بله هيڅ بريا نه لري او ورځ تر بلې په نړيواله کچه له سياسي انزوا سره مخ کيږي.

که څه هم د امريکا په شمول ځينې لوديځ هيوادونه تر اوسه پورې د ټولو نړيوالو قوانينو او نورمونو خلاف د اسرائيلو ملاتړ کوي؛ خو په عموم کې د نړۍ اکثريت هيوادونه او تقريبا د ټولو هيوادونو ملتونه د اسرائيلو پر خلاف دريځ لري او د يو خپلواک فلسطيني دولت ملاتړ کوي.

وړمه ورځ د سيمې په کچه مهم هيواد، ايران کې د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب د فلسطين د قضيې په هکله سياسي کنفرانس جوړ شوی و، چې د سيمې هيوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.

په دغه کنفرانس کې د ايران د بهرنيو چارو د وزير په رسمي بلنه د افغانستان داسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي ملا امير خان متقي هم د يو هيئت په کې ګډون او وينا وکړه او ددغې مهمې قضيې په هکله يې د افغانستان د اسلامي امارت ثابت دريځ له ګډونوالو سره شريک کړ.

ښاغلي متقي په خپله وينا کې په ډېر صراحت سره غزه کې د اسرائيلو وحشت وغانده او د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره يې د فلسطيني ملت مبارزه د ټولواسلامي او نړيوالو بشري اصولو له مخې روا او پرځای مبارزه وبلله او له اشغال څخه د خلاصون لپاره مبارزه يې يوازينۍ لاره ياده کړه.نوموړي په دې برخه کې د امريکا او ناټو له لوري د افغانستان د شل کلن اشغال يادونه هم وکړه، چې د افغان ميړني ملت له لوري يې په وړاندې اوږده او سخته مبارزه وشوه او دا دی اوس يې بېرته خپلواکي او ازادي اعاده کړې ده.

ښاغلي متقي دغه راز پر نړيواله ټولنه هم نيوکې وکړې، چې د اسرائيلو روان وحشت ننداره کوي او د بشري حقونو نهادونه يې هم محکوم کړل، چې ولې يې تراوسه پورې اسرائيل له وحشت او ظلم څخه نه دي راګرځولي.

د ايران په ابتکار دغه کنفرانس سيمې، نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي هيوادونو ته دا پيغام ورکوي، چې د فلسطين د قضيې په هکله بايد بې تفاوته پاتې نشي، بلکې د فلسطيني مسلمانانو ملا وتړي، تر څو  د نيواکګرو اسرائيلو  له وحشت او ظلم څخه د تل لپاره په امان شي او د داسې خپلواک فلسطيني دولت، چې پلازمينه يې بيت المقدس وي، ستر هدف ترلاسه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button