اقتصاد

ايران له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژمنه وکړه

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانيزو چارو او د زونونو پراختيا معينيت سرپرست مولوي روح الله احمدي په خپل کاري دفتر کې د ايران د لارو او ښار جوړولو وزارت له ځانګړي استازي سيد حسين مير شفيع سره وکتل. په دې کتنه کې پر دوه اړخيزو ښاري همکاريو، ظرفيت لوړولو او د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د پانګونو په اړه خبرې وشوې. د ايران د لارو او ښار جوړولو وزارت ځانګړي استازي د دواړو هيوادونو ترمنځ له نيکو او دوامداره اړيکو يادونه وکړه او د دغه اړيکو پر دوام يې ټينګار وکړد کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانيزو چارو او د زونونو د پراختيا معينيت سرپرست مولوي روح الله احمدي په دې کتنه کې د افغانستان پر وړاندې د ايران له نېک نيت او ښو اړيکو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن جوړولو برخه کې، پلان جوړونه، او د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې برخو کې همکاريو ته اړتيا لري. احمدي زياته کړه، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره په  افغانستان کې د پانګونې لپاره بشپړه زمينه برابره شوې ده، چې ملي او نړيوال پانګوال کولای شي ګټه ترې پورته کړي. د ايران د لارو او ښار جوړولو وزارت ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې د افغانستان هر اړخيز پرمختګ د ايران په ګته وباله او زياته يې کړه، چې دوی به له افغانستان سره په بېلا بېلو ښاري برخو او پلانونو، د ظرفيت لوړونې او دغه راز په افغانستان کې د پانګونې په موخه د پانګوالو په جلب او جذب کې همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button