سیاست او دولتهیواد

ايران: د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه ده

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي او سفير حسن کاظمي قمي او مل پلاوي د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امير خان متقي سره په کتنه کې ويلي، چې د افغانستان اوسني مثبت وضعيت ته په کتو د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼي او په اړه يې د افغان حکومت دريځ پر ځای بولي.‏د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې کتنه کې د کرمان د پيښې په اړه ايراني پلاوي ته د تعزيت وړاندې کولو ترڅنګ د افغانستان او ايران د وروستيو اقتصادي دوه اړخيزو پرمختګونو، د ديپلوماتيکو اړيکو پر پراخولو، په ايران کې د افغان کډوالو لپاره د قونسلي خدمتونو پر اسانتيا، د افغانستان-ايران د ګډ سرحد د لا خونديتوب او ګڼو همکاريو په اړه خبرې وکړې.متقي زياته کړه، چې ايران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او په حقوقي او قضايي موضوعاتو کې د همکاريو لپاره به له ايران څخه يو با صلاحيته قضايي او حقوقي پلاوي ته کابل ته د افغانستان د سترې محکمې له لوري رسمي بلنه ورکړ شي. په ورته وخت کې په کابل کې د ايران سفير په دې کتنه کې پر سيمه ييز اتصال، د چابهار بندر د فعاليت، د چين-افغانستان او ايران کوريدور او د ګډو اقتصادي همکاريو په اړه د ايران پر چمتوالي بحث وکړ.نوموړي همدارنګه وويل چې د افغانستان اوسني مثبت وضعيت ته په کتو د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼي او په اړه يې د افغان حکومت دريځ پر ځای بولي.د ناستې په لړ کې دواړو لوريو ښه وبلله، چې په کابل کې د افغانستان لپاره د سيمي هيوادونو د ځانګړو استازيو ګډه غونډه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button