سیاست

ايران:  د سيمې ټول هيوادونه له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه موافق دي

حسن کاظمي قمي د سرطان ۲۵ تمه د ايران د بهرنيو چارو وزارت په مطالعاتي مرکز کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې داود سينيرلي اوغلو سره وکتل.

حسن کاظمي قمي د سرطان ۲۵ تمه د ايران د بهرنيو چارو وزارت په مطالعاتي مرکز کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې داود سينيرلي اوغلو سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ايران ځانګړې استازې له ملګرو ملتونو سره د همکاريو د پراختيا او سيمه ييزو همکاريو او په افغانستان کې د سيمه ييزو نوښتونو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتو پر اړتيا خبرې وکړې.ده وويل: له اسلامي امارت سره د همکارۍ او تعامل په لاره کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه د سيمې د هيوادونو د اجماع موضوع ده.ده زياته کړه ،چې په ايران کې شاوخوا يو ميليون افغان کارګران شتون لري او په ايران کې د دغو کسانو کلني لګښت شاوخوا لس ميليارده ډالره دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button