
ايران: افغانستان چابهار بندرکارولی شي
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وړمه ورځ له چابهار بندر څخه د ليدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي حسين مدرس خياباني، په افغانستان کې د ايران له سفير حسن کاظمي قُمي، د ايران د ازادو سوداګريزو سيمو مسئول حجتالله عبدالملکي،د چابهار بندر له مسئول قاسم عسکري او يوشمېر نورو ايراني مسئولينو سره وکتل.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وړمه ورځ له چابهار بندر څخه د ليدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي حسين مدرس خياباني، په افغانستان کې د ايران له سفير حسن کاظمي قُمي، د ايران د ازادو سوداګريزو سيمو مسئول حجتالله عبدالملکي،د چابهار بندر له مسئول قاسم عسکري او يوشمېر نورو ايراني مسئولينو سره وکتل. د دې ليدنې پر مهال ملا صاحب له ايراني لوري وغوښتل ،څو په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د اوږد مهال لپاره په مناسبه بيه ځمکه ځانګړې کړي، د دغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په زياتوالي کې لازمې آسانتياوې رامنځته کړي او افغانستان ته له چابهار بندر څخه د استفادې لپاره سهولتونه برابر کړي، ترڅو په دې سره د افغانستان د ترانزيټ په کچه کې زياتوالي راشي. ايراني لوري د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ته وويل: افغانستان کولای شي سر له سبا جمعې ورځې له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزيټ عملاً استفاده پيل کړي. د ايراني مسئولينو په خبره، ايران په دغې برخه کې بشپړ چمتووالي لري.
د غونډې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي او په دغې برخه کې د ايران له لوري د هر ډول اسانتياوو او همکارۍ رامنځته کولو په اړه توافق وشو.