سرلیکنې

اوس یوازې له خپلو هوسونو تېرېدل، عدالت او پرله پسې کار او خدمت ته اړتیا ده

افغانان له پردي اشغاله نوي راوتلي او د یو تپلي بد عمله نظام پر ځای د شفاف نظام څښتنان شوي، خو لا هم پر وړاندې یې خورا ډېر کنډوونه پاتې دي اوس نو که نوي حاکمان په رښتیني ډول د یو هغسې نظام د قیام او بقا غوښتونکي وي چې واقعاً د تېرو څلورڅلوېښت کلونو د قربانیو په بیه ارزي او بقايې هم خوندي وي نو بویه چې دا ځل څه نوره قرباني هم ورکړي.

افغانان له پردي اشغاله نوي راوتلي او د یو تپلي بد عمله نظام پر ځای د شفاف نظام څښتنان شوي، خو لا هم پر وړاندې یې خورا ډېر کنډوونه پاتې دي اوس نو که نوي حاکمان په رښتیني ډول د یو هغسې نظام د قیام او بقا غوښتونکي وي چې واقعاً د تېرو څلورڅلوېښت کلونو د قربانیو په بیه ارزي او بقايې هم خوندي وي نو بویه چې دا ځل څه نوره قرباني هم ورکړي. اوس لازمه ده چې له خپلو ځاني هوسونو تېر شي، ایثار خپل کړي او پر عدالت ولاړه واکمني وچلوي. ښايي اوسني نظام کې تر یوحده څه داسې اشخاص موجود وي چې له یادو خصلتونو برخمن وي خو بیا هم زښته ډېره هڅه په کار ده چې ترڅنګ یې ځینې هغه کسان هم په نښه او وڅارل شي، څوک چې د واکمنۍ له موقع د ځاني ګټو ترلاسه کول غواړي، له بیت المال سره بې پروايي کوي، عام ولس ته په ټیټ نظر ګوري او د پریکړې پر مهال خپلوي پالي او ملګري انډیوالان نازوي. کېدې شي ځینې مسئولین په خپلو مالي حساباتو کې صفايي او شفایت ونه لري، ناوړه استفادو ته لاس اچوي او له خلکو سره په چلند او ګوزران کې کوږ او ناړام وي. پرته له شکه دا هغه مهلک مرضونه دي چې سل په سلو کې د نظام د بربادۍ لامل ګرځي او خداي(ج) دې نه کړي د لکونو مجاهدو افغانانو بې مثاله قربانۍ پر  خړو اوبو لاهو کوي. لازمه ده اوس هر افغان خو په سر  کې د حکومت له مشرانو تر کشرانو مسئولینو او مأمورینو پورې په خورا جدي ډول هغه درنه بیه له یاده ونه باسي چې د یوه غوره او مثالي حکومت د قیام په خاطر د دې مؤمن او باتور ملت له خوا نغده پرې شوې ده. دغه راز د چارواکو د احتساب او څارنې  په لړ کې هم باید نه د مشرۍ او سپین ږیريتوب لحاظ وساتل شي، نه د چا د استاذۍ او علميت ادب او نه د انډیوالۍ او خپلوۍ د روابطو خیال. همدارنګه د دې موخې ترلاسه کولو لپاره داسې مشاورینو ته هم شدیده اړتیا لیدل کیږي چې پرخپلو احساساتو او عواطفو پښه اېښودلی او حقه وینا کولي شي. مطلب دا چې اوس د حکومت هر اعلی او ادنی مأمور باید ومني او په یاد ولري چې د حکومتولۍ د سمون او شفافیت په لړ کې نور د جومات، درس او حجرې ملګرتوب پالل او د یوچا پرناروا او خیانت سترګې پټول خورا ستر ظلم او ښکاره درغلي ده. اوس باید ټول وپوهیږي چې که د خپلواکۍ ترلاسه کول د وینو او سرونو په بیه ؤ نو خوندیتوب او ساتنه یې هم ترې کمه نه ده. البته په دې توپیر چې هغه مهال به د مرګ، ټپ، معیوبیت او زندان زغمل ؤ، خو اوس یوازې له خپلو هوسونو تېرېدل، عدالت او پرله پسې کار او خدمت ته اړتیا ده. په دې مرحله کې لوی مکلفیت دادی چې د بیت المال له ضایع کولو، په چارو کې غفلت کولو او د عوامو له خپه کولو په کلکه ډډه وشي. همدا هغه ضروري توکي دي چې یقیناً د نظام خوندیتوب او بقا تضمینوي. په دې اساس لازمه ده چې اوس نو هر با احساسه افغان د خپل ملت او هېواد د سوکالۍ او له هر ډول بدمرغیونه د خلاصون لپاره د همدغسې یو مطلوب نظام د قیام او بقا په موخه شپه ورځ یوه او خپل ټول مکلفیتونه ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button