
اوبه یوه حیاتي ماده ده، باید په ښه ډول مدیریت شي
په ټوله کې د ګران هیواد سرلوړی افغانستان له اوبو څخه باید په منظم ډول سالمه استفاده وشي او له بیځایه کارونې او اسراف څخه یې باید تل او په جدي ډول مخنیوی وشي ځکه چې اوبه یوه حیاتي ماده ده، د انسانانو او حیواناتو د حیات ترڅنګ، د نباتاتو، ځنګلونو او شاړو ځمکو د آبادي، سمسورتیا او زرغونتیا سبب هم کیږی، هیره دې نه وي چې افغانســتان په وچه کې ايســارهيــواددی او اوبو تــه لاره نه لري، سينديزې حوزې يې د اوبو يوازينۍ سرچينــې دي، خو ددغــو سرچينو ډېــرې اوبه هم ګاونډيــو هيوادونو ته روانې وي. پــه هيوادکې دننه هم د اوبو د مديريــت او ورڅخه د ګټې اخيســتو پر څرنګوالي شکايتونه او نيوکې کېږي. په داســې شرايطو کې چــې دځينو ولايتونو اوســېدونکي په جــدي توګه د اوبو د کمښــت او د اقليم د بدلــون له امله د وچکالۍ له منفي اغېزو سره مخ دي، له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله،« د اســلامي امــارت کابينې پرېکــړه کړې چې دهيواد له لويو سيندونو څخه د اوبو د ګټــې اخيســتو څرنګوالی باید وڅېړل شي. د اسلامي امارت د وياند مرستيال په دې وروستیو کې رســنيو ته ويــلي: اسلامي مارت د اوبــو مديريت تربحث لاندې نيولی او ډېره مهمه موضوع ده، دهلمند ارغنــداب او نور سیندونه باید ښه مدیریت شي او څېړنــه وشي، څــو ســمه اســتفاده تــرې وشي. دا داســې مهــال دی چــې دهيواد ګڼــو ســيمو کــې کروندګــر د روانــو اوبو د کمښت په دلیل، د خپلو کرنيــزو ځمکــو د خړوبولــو لپــاره د ځمکــې لانــدې اوبــو څخــه ګټــه پورتــه کــوي. دچاپېريــال او د اوبــو برخــې یو تن کارپـوه دهيواد د اوبــو له سرچینو څخــه د هيوادوالــو بېمخينــې اســتفاده د اندېښــنې وړ بــولي او لــه افغــان حکومتــه غــواړي، چــې د اوبــو د مديريــت لپــاره جدي ګامونه پورته کړي، نوموړي ویلي: د ځمکې لاندې اوبـومســايلو پــه اړه بايدکلــک اوشديد قوانين پـه پام کې ونيـول شي د اوبــو پــه وړانــدې دخلکــو نظــر دی، چــې پرېکــړه کــوي، څنګه ژوند ته دوام ورکـړي. ديادولــو وړه ده، چــې د درېيــم پرله پســې کال لپــاره افغانســتان کــې ســخته وچــکالي دوام لري.»
پردې بنسټ د ګران افغانستان د اوبو په هکله د څو ټکو یادونه هم اړینه بریښي، البته دا واقعیت خو ټولوته څرګند شوی چې زمونږ هیواد د تیرو کابو څه باندې څلورنیمو لسیزو په بهیر کې د جګړی له امله وران او ویجاړ شوی او افغان مظلوم ولس ته هم په ټولیزه توګه په دې لړ کې نه جبیره کېدونکي مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي چې نن سبایې د آبادولو، رغولو، سمسورتیا او ښیرازۍ په موخه د پتمنو هیوادوالو دهلو ځلو ترڅنګ د افغانستان اسلامی امارت د اړوندو ارګانونو همغږۍ، کوښښ او جدي اقداماتو ته هم ډیره اړتیا لیدل کیږي ترهغو چې لومړیتوب ته په پاملرنې د منظمو پروګرامونو په طرحه کولو سره په انډولیزه توګه د هیواد په ټولو ولایتونو کې ټولګټې بنسټیزې پروژې پلې کړي، البته په دې لړکې د نورو مسایلو او ډول ډول پروژو د تطبیق ترڅنګ دهیواد د طبیعي اوبو له سرچېنو او له دغو اوبو د غوره ګټې اخیستنې او مدیریت موضوع هم ډیره مهمه ده چې باید ورته ډیره پاملرنه وشي، د نظردخاوندانو په باور دهیواد د اوبو سرچېنې باید په شتمنۍ بدلې شي ځکه د افغانستان یوه له ټولو مهمه سرچېنه جغرافیایې موقعیت دی چې (درې زره ) کاله یې دغه هیواد د تمدن پرمرکز او څلورلارې بدل کړی و، ځکه د آسیا په زړه کې د افغانستان جغرافیایي موقعیت افغانانو ته د پریمانه سرچېنو د کارونې ستر چانس ورکوي او له جنګ څخه د راوتلو او دسیمه یېزو همکاریو د زیاتولو زمینه برابروي، د افغانستان اوبه مهمه طبیعي سرچېنه او د افغانانو شتمني ده چې تراوسه د اوبو له واقعي اهمیت او ارزښت څخه بې خبره پاتي وو، چې واقعاً دسم نظم او مدیریت په برخه کې یې زیات کارونو ته اړتیالري، که دهیواد سرچېنې د خلکو هڅې، جغرافیایي موقعیت، اوبه، خاوره، کانونه، پانګه او ځینې ښکلاوې سره یوځای شي اوسمه استفاده ترېنه وشي دنړۍ د ځینو هیوادونو په پرتله به په لږ وخت کې له بیوزلۍ خلاص شي، افغانستا د خپلو سترو سرچېنو د سم مدیریت په برکت کولای شي په راتلونکو (شلو) کلونو کې پرنسبتاً متوسط سوکاله هیواد بدل شي او باید هم دغه هدف ترلاسه کړي او پرخپلو پښو ودریږي، ځکه د پردیو په مرستو ډډه لګول تیروتنه ده او اساسي هدف باید د نورو له احتیاجه راوتل وي، له شک پرته چې اوبه د افغانانو عزت او ددغه عزت ساتل یو ملي هدف دی، دهغه هیواد لپاره چې لایې هم ( اتیا) سلنه د خلکو ژوند پرکرنه ولاړ دی، د کرنیزو توکو واردول سمه خبره نه ده باید افغانان ځانونه له دغه ستونزې خلاص کړي، یعنې افغانستان باید د کرنیزو محصولاتو صادروونکې شي، نه واردوونکې، همدارنګه اوبه د انرژۍ د تولید سرچېنه هم ده چې سم مدیریت یې کولای شي د افغانستان د وارداتي انرژي اړتیاراکمه کړي او دځان بسیاینې ترپولې یې ورسوي، اوبه د افغانستان پانګه او دخدای (ج) ستر نعمت دی که له طبیعي نعمتونو سمه استفاده ونه شي نوستونزې به راولاړې شي، دولت او ملت باید د اوبو د ویش او دسرچېنو د اختصاص په سر، په اساسي توګه بنیادي نتیجې او څرګندې پالیسي ته ورسیږي اوبه په یو سکتورکې نه خلاصه کیږي اوبه زمونږ ملي اړتیا ده، ټولې بین السکتوري ادارې باید څرګندې نتیجې ته ورسیږي او د ابهام او تضاد مخنیوی وکړي، نن سبا له ټولو مهمه موضوع د اوبو ویش دی باید د اوبو دویش پربیارغاونه دې په عادلانه ډول او د شریعت مطابق حللاره غوره شي، ددې ترڅنګ اړتیا ده چې د اوبو هره حوزه دیوسیستم په څیرمدیریت شي باید هر رود دیو جلا واحد په توګه تحلیل او وڅیړل شي اوهم مهال ترینه د استفادې مناسبې لایحې او پالیسي تدوین شي چې هم د خلکو د معیشت پرحالت مثبته اغیزه ولري اوهم له چاپیریال ساتنې او طبیعي سرچېنو سره مرسته وکړي، د افغانستان د اوبو پرمختیا د سیمې او زمونږ د خلکو په ګټه ده، ځکه زمونږ لارښود اصول زمونږ د خلکو ګټې، له بیوزلۍ څخه د خلکو ژغورنه او د اوبو اړوند بین المللي قوانین جوړوي له ګاونډیانو څخه د افغان ولس تمه داده چې د بندونو او د اوبو کارونې د شبکو له جوړولو څخه باید اندیښنه ونه لري، بلکې ترینه ملاتړ وکړي ځکه له اوبو څخه سمه ګټه اخیستنه هغه وخت شونې ده چې د اوبو وړاندوینه ممکنه شي. بناْ په ټوله کې افغان ولس له اسلامي امارت څخه د دې تمه او هیله لري چې په هراړخیز ډول باید د افغانستان د طبیعی اوبو د سرچېنو منظم مدیریت په ښه او عادلانه توګه وکړي ترهغو چې له یوې خوا په افغانستان کې د بریښنایي بندونو په جوړیدو سره د هیوادوالو د اړتیاوړ بریښنا په هیواد کې د ننه تولید شي او له بله پلوه د هیواد پراخې دښتې، شاړې او میرې آبادي ته چمتو شي چې له امله یې ګڼ شمیر بیکارو او بې روزګارو هیوادوالو ته هم په هیواد کې دننه د سالم کار او روزګار زمینه مساعده شي، چې په دې توګه د هیواد ځوانان وروسته له دې د مختلفو اړتیاوو او مجبوریتونو له کبله پردیو ملکونو ته د تللو په موخه د مهاجرتونو لاره غوره نه کړي، بلکې په خپل هیواد کې پاتې شي، خپلې مثبته وړتیاوې د ځان او هیوادوالو په ګټه و کاروي او د ګران افغانستان په آبادي او ښیرازي کې پراخه او هر اړخیزه ونډه واخلي.
شاه محمود درویش