
اوبه وسپموئ او ژوند وژغورئ..!
د الله تعالی له لوري پيدا شوې پاکه او د انساني ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه نړۍ اوسمهال د ځينو انساني کړنو، بې غوريو او د ستر رب جل جلاله له احکامو د پرلپسې سرغړونو له امله له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او د هوسا ژوند تېرول پکې ورځ تر بلې ستونزمن کيږي. د هرې ورځې په تېرېدو سره پاکو اوبو ته د انسانانو لاسرسی محدودېږي، د چاپېريال ککړتيا او د اقليمي بدلون ستونزه هم د پراخېدو په حال کې ده او دا هغه ننګونې دي، چې ټوله نړۍ ګواښي او نږدې ټول ژوندي ژوي يې له ناوړه اغېزو کړېږي.
د الله تعالی له لوري پيدا شوې پاکه او د انساني ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه نړۍ اوسمهال د ځينو انساني کړنو، بې غوريو او د ستر رب جل جلاله له احکامو د پرلپسې سرغړونو له امله له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او د هوسا ژوند تېرول پکې ورځ تر بلې ستونزمن کيږي. د هرې ورځې په تېرېدو سره پاکو اوبو ته د انسانانو لاسرسی محدودېږي، د چاپېريال ککړتيا او د اقليمي بدلون ستونزه هم د پراخېدو په حال کې ده او دا هغه ننګونې دي، چې ټوله نړۍ ګواښي او نږدې ټول ژوندي ژوي يې له ناوړه اغېزو کړېږي.
اوبه د الله تعالی هغه ستر نعمت او پېرزوينه ده، چې هر ژوی يې له برکته د ژوند سا کاږي، که اوبه نه وي، ژوندي موجودات څه چې نباتات هم له منځه ځي. افغانستان هم له دغې ستونزې سره مخ دی، اوس د هيواد په ډېرو سيمو کې خلک د څښاک اوبه په پيسو اخلي او یا يې په ډېر تکليف له ډېرو لرې سيمو راوړي، د ځمکې لاندې پاکې اوبه کښته روانې دي، دا ستونزه د هرې ورځې په تېرېدو سره بحراني حالت خپلوي. د ځمکې لاندې اوبه که تغذیه نشي او داسې په بې غورۍ سره ضايع کېږي، يوه ورځ به خدای مه کړه له دې هم له ډېرو سترو ناخوالو سره مخ شو.
په افغانستان کې د اوبو د سطحې د کښته تلو ډېر لاملونه دي، خو ځينې مهم يې دا دي:
له ټولو مهم لامل يې د سيمې او نړۍ په کچه وچکالي او اقليمي بدلون دی. په بې ساري ډول د خلکو له لوري په لمريزې برېښنا د اوبو را ايستل هم ددغې ستونزې ستر لامل ګڼل کيږې، الله تعالی تر ځمکې لاندې پاکې اوبه د انسانو د څښاک لپاره پيدا کړي دي او د کروندې او زراعت لپاره يې د ځمکې له پاسه د سترو بحرونو، سيندونو او کاريزونو اوبه چمتو کړي دي، خو له دې امله چې حکومتونو د اوبو د مديريت په برخه کې لکه څرنګه چې پکار دی، هغسې کار نه دی کړی، نو خلک تر ځمکې لاندې اوبه د زراعت او کروندې لپاره په ډېر غير معياري ډول استعمالوي.
په سترو ښارونو کې د پاکو اوبو د معياري شبکو نشتون هم ددې ستونزې اساسي لامل دی، اوس هر څوک اوبو ته د لاسرسي په پار ژورې څا ګانې جوړوي او دغه راز د اوبو د تصفيه کولو شرکتونه هم په ډېر غير معياري ډول يوازې د خپلو شخصي ګټو په خاطر ډېرې زياتې اوبه استخراجوي، چې له امله يې د اوبو سطحه ورځ تربلې د ښکته کېدو په حال کې ده.
ددې لپاره چې پاکو اوبو ته لاسرسی اسانه شي او د ځمکې لاندې اوبه خوندي شي، حکومت او عام وګړي دواړه مسئوليت لري، چې لاس په کار شي او دغې ستونزې ته اساسي حللاره ومومي. حکومت مسئوليت لري، چې د هيواد اوبه ښې مديريت کړي، ستر او واړه بندونه ورغوي، خلکو ته د پاکو اوبو رسولو مناسب سيستم رامنځته کړي او داسې قوانين جوړ کړي، چې خلک پرې په خپل سر د اوبو له بې غوره کارونې را وګرځول شي. که څه هم اسلامي امارت په دې برخه کې له لومړۍ ورځې څخه لاس پکار دی، چې د قوشتېپې کانال او د اوبو د څو بندونو د رغولو چارې يې ښه مثالونه دي؛ خو لا ډېر کار او پاملرنې ته اړتيا ده.
دا وبو سپما او پر ځای استعمال بيا فردي مسئولیت دی او هر وګړی دنده لري، چې په معياري او له دولتي قانون سره سم له اوبو څخه ګټه پورته کړي. که د اوبو د سپما په برخه کې حکومت او خلک لازم اقدامات ونه کړي او مناسبې حللارې ورته پيدا نه کړای شي، راتلونکي نسلونه به پر خوړو سربېره د اوبو له پاره هم کار کوي او د ژوند ستونزې به يې څو برابره زياتې شي.