مقالې او تبصرې

اوبه د هر چا حق دی

نن سبا چې د اقليم له بدلونه هوا په ګرمېدو او زموږ د هېواد په ډېرو ځایونو کې په تېره بیا په هغو مځکو کې،چې موږ ته یې د الله ج له مهربانۍ نور نعمتونه لکه غلې دانې او رنګ رنګ مېوې، څارويو لپاره يې د څړځايونو پراخه شنې دښتې او له ونو ډک غرونه راکړي وو  اوس هلته اوبه،چې د ژوند الهي ډالۍ بلل کېږي مخ په وچېدو او ورکېدو ده، لویه بدي داده چې موږ د خپل ملک د اوبو په مدیریت کې دومره ځند کړی،چې نور نو د اقلیم د ښه والي لپاره په پراخه کچه د ونو اېښودلو حق او مجال هم نه لرو،ځکه هغه هم اوبه غواړي! اوس مهال تنده دومره را نژدې ده که ویښ وجدان ولرو کله چې د خپلې کوټې  یوازنی ګلدان ته په ګیلاس خوږې اوبه ورکوو هرومرو به مو په خپل ګاونډ کې دوړو هلکانو او نجونو ډبي په لاس د اوبو موندلو لپاره په کوڅو او دکورو په ورو کې لا لهانده تر مخه تیرېږي، که چېرې دا حال مو خپه نه کړي، نو پڅ وجدان بیا څه ته وایي! د اوبو په برخه کې د مسلکي پوهانو له وړاندوینې داسې ښکاري،چې  په راتلونکي نژدې کلونو کې له ډېرو ولایتونو زموږ وطنداران خپلې اوسنۍ مینې، باغونه ، مځکې او کورونه یوازې د اوبو د کمېدو له امله پرېږدي،خو د دې مانا دا نه ده،چې هېڅ به نه کوو ، موږ عقل لرونکې دنده لرو، چې هم ځانته او هم نورو ژوندو موجوداتو ته د اوبو او ښه ژوند سریښته وکړو ، اوس که ستاسو پوښتنه دا وي،چې دا دروند کار څنګه کېدای شي؟ په دې اړه که له یوې خوا  د پوهانو اوسنۍ څرګندونې د چاپېریال له بدلونه علمي او د پام وړ بولم، مګر له بلې خوا  د حکومت تر سیوري لاندې په ځانګړې ډول د څلویښت کاله جنګ په اوږدو کې د ټول هېواد دښتې په ناقانونه ډول  زورواکو له ځانه کړې،بیا دغو پراخو مځکو لرونکو د تکنالوژۍ مانا ماشینونو او شمسي ښیښو په مرسته به وړیا توګه د مځکې د زړه اوبه دا د ټولو وګړو ګډه سرمایه ده،چې دولت یا ملت یې غلا وګڼي،د خپل وس او توان په انډول هر مځکې والا را اېستلې او په خپله ګټه یې له اوبو پیسې جوړې کړي، بس همدا ناوړه کار چې د حکومتو او پیسو لرونکو پټه اړیکه او خیانت ثابتوي، زموږ مځکه له اوبو خالي کړه، د دې لپاره چې دا پاتې اوبه یوازې د څښلو لپاره دومره کار وکړي څو اسلامي امارت د هیواد په ځینو اړینو ځایونو کې د اوبو ډمونه جوړکړي،نو په زغرده باید ووایم: نور وخت نه لرو ! نن سبا د اوبو پر مافیا مانا پر غټو او وړو مځکو والاو ،حمام لرونکو ، د موټرو مینځلو، د معدني اوبو خرڅونکو  او نور چې له قلمه پاتې دي،تریوه ټاکلې تاریخه پر ټولو برمو د میټر نصبولو کار پیل او اوبه د انسانانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره تر مدیریت لاندې را واېستل شي، زه د یوه مځکې والا په صفت په دې پوهېږم چې نن سبا په سلو کې ۸۰ برخې د ټول ملک اوبه یوازې په سلو کې پنځه نفره د لویو او کوچنیو کښتو لرونکی ،د معدني اوبو،د حمامونو او د موټر مینځلو کاروباریان د ځان په ګټه په پیسو بدلوي او نورې پاتې شل برخې د ټول افغانستان اوبه د ۳۴ ميلیونو انسانانو لپاره د غښتلو څښونکو له پامه لرې پاتې دي، خدای مه کړه که دا وچکالي همداسې اوږده شي د ميلیونو انسانانو د اوبو حق هم د وچېدو او ورکېدو په حال کې دي اوس چې د اوبو لوی دریابي چښونکي څرګنده شول، تاسو به بیا ووایی،چې کښت کوونکي د اوبو لومړۍ درجه حقداره دي، ځکه بې کښته ملک به له بلې ناوړې سره مخ شي، لکه د مخه چې مې وویل زه خپله مځکې والایم داسې به هېڅکله نه کېږي لومړی،خو باور لرم چې زموږ ملک په همدې وچکالۍ کې د لږو اورښتو سره سره د ۲۰۰ ميلیونو انسانانو لپاره خوږې اوبه لرلای شي، خو د دې نعمت لاس ته راوړل د سرو زرو د موندلو په څېر دروندکار، ځانګړې پوهه او مدیریت غواړي،چې تر اوسه موږ هېڅ هم نه دی کړی، دوهم : زما ښه په یاد دي، چې اوبه ډېرې او له روده تر مځکې ولې ډکې راتلې ما او زما په څېر نورو د خپلې مځکې لویه برخه مانا په سوو جرېبه کرل،چې د دې ډول پراخې کرنې ستړیا ډېره د غلو دانو کیفیت کښته او اندازه یې هم د کرل شوې مځکې په انډول ډېره لږ وه، کله چې دیرش کاله د مخه د رود وړیا اوبه وچې زه او نور د واټر پمپ اوبو ته اړ شوو، ما د شلو انچو اوبو پرځای د واتر پمپ دری انچه اوبه هغه هم د ډېرو تېلو په بیه له مځکې لپاره درلودې، دلته نو له دې ناچارۍ اړ شوم څو د خپلې مځکې پنځمه خو ښه برخه د کرلو لپاره اوبه او شیدیاره کړم ، د مځکې لږوالی د ښه کار کولو وخت راکړ،باور به ونه کړئ چې ما په لږو اوبو او لږ مځکې درې برابره حاصل تر لاسه کړ، دلته پوه شوم چې هغه مځکه هېڅکله د کرلو او اوبولو وړ نه ده،چې د پاشلي تخم ، کودو او زیار په اندازه حاصل نه ورکوي،کومې اوبه چې ما له ۷۰ متره په واټر پمپ را اېستلی هغه تر دوه انچه ډېرې نه وې،دلته مې بیا د تېر ازمایښت په مرسته د پخواني پنځمې برخې ډبرینه مځکه له کرلو پرېښودله ، مانا داچې ما د خپلې ټولې مځکې شپږمه برخه وکرله، بیا هم دغه لږ مځکې د پنځوس جریبه مځکې په انډول غنم وکرو، کله چې د واټرپمپ ځای لمریزو ښیښو ونیو،موږ وږو یا ښه ووایم د مځکو خاوندانو ته بیا وړیا اوبه په لاس ورغلي،د بې قیمته اوبو په لرلو موږ مځکه ورځ تر بلې ِغټه او ډېره کړه (شهر ناپرسان )دې ته وایي د سرکاري دښتو لاندې کول او په دې انډول د اوبو د برمو ډېرول په ورځني دود او سیالي واوښت،هېچا پوښتنه نه کول، لا د ډېرو له خولې مې اورېدل،چې وایي: دا د لمر ښیښې  د فرنګي هیرانونکې کمال دی، لومړی،خو د سلو مترو لاندې اوبه ټوله ورځ بېله ځنده راباسي او بل ښه والی یې دادی،چې هیڅ مصرف او ورانی نه لري، که په دې انډول د مځکو خاوندانو ته مفتې اوبه ورسېږي، موږ ټول دا ډول اوبه  مباح  او ګټه یې حلاله ګڼو، پوهېږم چې د ډېرو به زما خبرې نه وي خوښ خو وایم : هر څه چې ژر کېدای شي پر ټولو وړو او غټو برمو له ښارونو څخه  بیا تر لرو سیمو او بانډو کې د اصراف د مخنیوی لپاره هر متر مکعب اوبو ته قیمت وټاکي دا غوښتنه ما د تېر له حکومته هم کړې، په لنډو کې بايد ووايم چې د اوبو موندلو لپاره تخنیکي او مالي پانګه ونه لرو، هیله کوم په اوږدو مشورو وخت تېر نه کړي ژر د اوبو له قېمته پیسې ټولې او دا د ټول ملت امانت یوازې او یوازې د اوبو پر زېرمو ولګوي همدارنګه، له ټولو هېواد والو په ډېر درنښت هیله کوم،چې د اسلامي امارت لاس تر خپلې خولې رسېږي، هر ورور او خور  که د اوبو د زېرمو او سپما په هکله لږ یا ډېر د خپل کلي او سیمې تر وړتیا او اړتیا پوهېږي  لومړی خپله پوهه او خیال له کیلوالو سره او بیا د ټول کلي غوښتنه د اسلامي امارت له نژدې چارواکو سره شریکه کړي،چې انسانان د ژوند په اوږدو کې د خپل یووالي او هوډ له برکته درنو ستونزو ته د حل لارې موندلې موږ هم انشاءالله د مهربانه الله ج له کرمه بریالي کېږو.

محمد صادق (رحمانی)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button