سرلیکنې

اوبه؛ زموږ د ژوند اهمه شتمني!

په داسې حال کې چې اقليمي ماهرين پرله پسې په هېوادکې د بارانونو او سېلابونو اټکلونه کوي، خوله بده مرغه موږ لاهم د خپلو اوبو د خوندي کولو، را ايسارولو او وېشلو هېڅ انتظام او ترتيب نه لرو.

په داسې حال کې چې اقليمي ماهرين پرله پسې په هېوادکې د بارانونو او سېلابونو اټکلونه کوي، خوله بده مرغه موږ لاهم د خپلو اوبو د خوندي کولو، را ايسارولو او وېشلو هېڅ انتظام او ترتيب نه لرو. ښکاره ده چې ياد سېلابونه به يوځل بيا هم زموږ پټي، کښتونه او هغه خړې خاورې چې د کرنې ډېر غوره صلاحيت لري، له موږه وړي او ايران او  توران ته به يې رسوي.موږ هر کال په دغسې حالاتوکې يوازې د خپلو سېلاب ځپلو وګړو د پالنې او خدمت څه نا څه هڅه کولی شو، خو نه دا فکر چې راځئ د خپلو خوړونو او سيندونو پرمخ داسې بندونه وتړو چې هم زموږ هېوادوال له کور او پټي ورانولو وژغوري او هم په نهرونو او ويالوکې اوبه  ووېشي، ابادي او ښېرازي راولي اوخلک مو په غلو دانو اومېوو ماړه کاندي. پرته له شکه اوبه زموږ ژوند يو خورا مهم توکی دی، تردې چې په همدې اوبو پورې زموږ او زموږ دګردو څارويو ژوند او ژواک تړلی، زموږ د ټولو خوراکي پيداوارو سرچينه همدا اوبه دي او پر همدې اوبو زموږ چاپېريال ښايسته، هوا پاکه اومناسبه او د هر ډول ککړتيا مخه نيول کېږي. اوبه يو ډېر لوی نعمت او هغه الهي لورينه ده چې موږ يې په شرعي استعمال سره د خپل خالق عبادت ته ځانونه چمتو کوو او پليتۍ له ځانه پرې لرې کوو. ښايي دا به پر موږ دڅښتن تعالی يوه خاصه پېر زوينه وي چې د نړۍ د نورو ملتونو په نسبت يې موږ په رڼو او خوږو اوبو ډېر نازولي يو، ان تر دې چې تقريباً لس لوی او واړه سيندونه مودټول کال په اوږدو کې ګاونډيو هېوادوته وړيا ور بهيږي، خو په ډېر تاسف چې خپله خوله هغوی څخه د څه امتياز او بدل هېڅ يادښت هم نه شو کولی، برعکس دهغوي ګيلې، اخطارونه او سپورې ستغې هم زغمو. يقيناً زموږ لويه بدمرغي، حماقت يا بې وسي همدا ده چې خپلو روانو بهېدونکو سيندونو ته ګوتې هم نه شو وروړلی، خود خپلې ځمکې له ژور لړمانه د زرګونو کلونو پر زېرمه شويو اوبو مو داسې چور تالان ګډ کړی چې ورځ په ورځ يې د سطحې دکوزېدو په رڼو سترګو نندارې کوو. نو حقيقت دادی چې خدای دې نه کړي که موږ خپلې همدې تګلارې ته نورهم دوام ورکړو او د ځمکې پرمخ د روانو اوبو  پرځای تحت الثري نه د اوبو راوېستو هڅې کوو، ډېر ژر به له خورا سخت ناورين سره مخ شو. موږ به وينو چې په لکونو ژورکوهيان به مووچ، ودان پټي او باغونه به شاړ او درول شوې لمريزې تختې به يومخ را باندې تاوان وي، نو راځئ د اوبو له ارزښت څخه ځان خبر کړو، قدريې وپېژنو اود هغو اوبو د استعمال طريقه زده کړو ، چې لوی خدای يې په خپل رحمت سره پر موږ له آسمانه را اوروي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button