ټولنه او کلتور

اهل تشيع هيوادوالو امنيتي ځواکونه وستايل

په کابل کې د اهل تشيع هيوادوالو علماوو او مشرانو د عاشورا مراسمو د ارزونې او د امنيتي ځواکونو د ستاينې په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.دا غونډه ،چې د سه شنبې په ورځ جوړه شوې وه، د اهل تشيع هيوادوالو ګڼو علماوو، مشرانو او د امنيتي او استخباراتي حوزو مسئولينو او يو شمېر لوړپوړو امنيتي چارواکوپه کې ګډون کړی و.په دې غونډه کې د اهل تشيع مشران د عاشورا د امنيت له ټينګښت څخه خوښ وو او ويې ويل، چې د هيواد او افغانانو دښمنانو غوښتل ،چې له عاشورا څخه د افغانانو ترمنځ د نفاق او همدارنګه د ولس او دولت ترمنځ د واټن رامنځته کولو د وسيلې په توګه کار واخلي، خو بريالي نه شول.د اهل تشيع هيوادوالو يو مشر او د ولسي جرګې پخواني غړي شريفي بلخابي وويل: د عاشورا مراسم په بشپړه امنيتي فضا کې ترسره شول او که وړې ستونزې هم رامنځته شوې وي، قصدي نه وې او دا څېړل کېږي:(( سږ کال اميرالمؤمنين د عاشورا او کربلا په احترام د رئيس الوزرا ءپه مشرۍ د محرم امنيتي کمېټه جوړه کړه چې دا يو درناوي دي، دا پاملرنه کول دي او دا احترام دي، وړه خبره نه ده، له نېکمرغه د آبا عبدالله د وير مراسم آرامه فضا او امنيت کې ترسره شول.))د اهل تشيع هيوادوالو ديني عالم او مشر مدارعلي کريمي بامياني وايي ،چې سږ کال د عاشورا لپاره ډېرې دسيسې جوړې شوې وې، خو د خلکو او امنيتي ځواکونو په همکارۍ شنډې شوې.نوموړی وايي: ځينو کسانو غوښتل ،چې په دې پلمه چې اسلامي امارت په عاشورا محدوديت لګولي، د دولت او ملت ترمنځ واټن رامنځته کړي، خو ناکام شول:(( تاسو شايد په تېرو ۴۰ کلونو کې داسې لوی مراسم نه وي ليدلي، چې په هغو کې بدې امنيتي پېښې نه وي رامنځته شوې، په اړه يې څېړنه هم کولای شئ، خو سږ کال په دوو اخترونو او د عاشورا په مراسمو کې کومه پېښه نه وه، دا لويه لاسته راوړنه ده.))د استخباراتو د لوی رياست مرستيال حاجي محمدنجيب هم په يادو مراسمو کې ګډون کړی و او ويې ويل، چې په لوړه کچه دسيسو او هڅو سره سره دښمن ونه توانېد ،چې د عاشورا مراسم ګډوډ کړي.نوموړي زياته کړه، چې د دښمن د دسيسو شنډولو لپاره بايد هيوادوال سره يو موټی او له امنيتي ځواکونو سره همکار وي: ((څومره هڅې يې وکړې چې زموږ د عاشورا مراسم په لانجه واوړي، څومره هڅې وشوې، څومره دسيسې جوړې شوې چې افغانان په خپل منځ کې سره په جګړه اخته کړي، خو د دواړو لورو په همغږۍ الحمد لله هغه ټولې دسيسې شنډې شوې او دا مراسم پای ته ورسېدل، بايد هڅه وکړو لکه علمای کرام چې وايي ،چې زموږ د دين او مذهب برخې دي، مذهبي مراسم سياسي نه کړو.))په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت استازي محمد اتل هم خلکو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې هم ټول امنيتي ځواکونه د سر په بيه د دوی امنيت نيولو ته ژمن دي: ((خپل ولس ته ډاډ ورکوم ،چې موږ به يې خدمت کوو او د سر په بدل کې به يې ساتنه کوو، لکه مخکې مو چې باروت په ځان تاوول او ځان مو په لمبو سوځاوه، همداسې به ستاسو او د هيواد دفاع کوو، هر دښمن ته وايو، چې د امنيت ګډوډولو هڅه دې نه کوي، کنه سترګې به يې را وباسو.))د يادولو وړ ده چې د عاشورا مراسم سږ کال په ټول هېواد کې پرته له کومې امنيتي پېښې پاي ته ورسېدل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button