مقالې او تبصرې

انټرنیټي کوکیز (Cookies)  څه ته ویل کیږي؟

ډیری وخت به  تاسې پام کړی و ي چې پرون  مودموبایل یا  کمپیوټر په بروزر کې یو شی سرچ کړی وي ، نن په اعلاناتو کې هغه یا هغه ته ورته نور شیان  ستاسې مخې ته ښکته پورته کيږي  او ځینې وخت در ته وايي چې ستاسې له پاره ځانګړی وړاندیز دی. مثال په ډول: پرون دې یو نوی موبایل په ګوګل بروزر یا بل ځای کې سرچ کړ او مشخصات دې وکتل، نن هغه موبایل د فیسبوک مسنجر یا یا ګوګل په اعلاناتو کې تاسې ته وړاندې کوي.  دا ولې او څنګه امکان لري؟

ډیری وخت به  تاسې پام کړی و ي چې پرون  مودموبایل یا  کمپیوټر په بروزر کې یو شی سرچ کړی وي ، نن په اعلاناتو کې هغه یا هغه ته ورته نور شیان  ستاسې مخې ته ښکته پورته کيږي  او ځینې وخت در ته وايي چې ستاسې له پاره ځانګړی وړاندیز دی. مثال په ډول: پرون دې یو نوی موبایل په ګوګل بروزر یا بل ځای کې سرچ کړ او مشخصات دې وکتل، نن هغه موبایل د فیسبوک مسنجر یا یا ګوګل په اعلاناتو کې تاسې ته وړاندې کوي.  دا ولې او څنګه امکان لري؟

کوکیز د عصري انټرنیت یوه مهمه برخه ده ، کله چې ته یو نوي ویب سایټ ته ننوځې، له تا څخه د کوکیز د ذخیره کولو اجازه غواړي، که څوک اجازه ورکړي ویب سایت یو وړوکی ډیټا فایل د هغه په بروزر کې سټور کوي. لکه څنګه چې یو ویب سایټ کیدای شي ډیر اړخونه ولري، نو ویب سایټ جوړونکي  کوښښ کوي د تا لپاره ستا دې تیرو کړو او کتنو له مخې د تا د خوښې ماحول جوړ کړي، ترڅو راتلونکي کې ستا مطلوب شیان په اسانۍ سره پیدا او آن تردې چې دوی یې پخپله درته وړاندې کړي.  دا په دې مانا چې د کوکیز یا هغه وړوکي ډیټا فایل چې ستا براوزر کې ذخیره شوی ته په کتو سره ویب سایټ تا پیژني ، د تا انلاین خریداري، څوځلې ویب سایټ ته لاګ این شوی یې  او نور معلومات هلته پراته وي. دا فایل د شخصي معلوماتو یوه لویه ذخیره کیدلای شي، چې دمعلوماتو غلا کیدویو خطر  هم دی . که څه هم انلاین محرمیت ساتل یو مشکل کار دی، خو له نیکه مرغه په کوکیز لږ ځان پوهول هم زموږ انټرنیټي کړنې پټې له پردیو پټې ساتلی شي. لکه څنګه چې د ډیرو معتبرو سایټونو کوکیز مکملې محفوظې دي، خو بیا هم که څوک بې اعتباره ویب سایټونو ته لاړ شي نو د سایبر مجرمینو له خوا د هغوی کړنې څارل کیدی شي.

انټرنیټي کوکیز څه دي؟

کوکیز له خطوط جوړ فایلونه دي، چې لږ اندازه ډیټا هم لري : لکه یوزر نوم او پاسورډ. چې د یو کس د کمپیوټر د پیژندلو له پاره استفاده کیږي ، تر څو ویب سایټ د هغه شخص د بیا لاګین کیدو سره هغه وپیژني او د هغه د خوښې شیان ورته وړاندې کړي. په کوکیز کې سټور کیدونکې ډیټا، سرور سره د رابطې په جوړیدلو د ویب سايټ سرور له خوا جوړیږي، دې ډیټا ته یوه ځانګړې  (ID)  ورکول کیږي او د کمپیوتر او سرور تر منځ د تلونکې راتلونکې ډیټا د پیژندنې له پاره په کاروړل کیږي.

دا چې کوکیز یو څه معلومات ځان سره ذخیره کوي، د ځینې هیوادونو د ډیټا د قوانینو له مخې ویب سایټونه  لومړی له انټرنیټ استفاده کونکو څخه اجازه غواړي ، له اجازې ورکولو وروسته دغه پورتنۍ پروسه ترسره کیږي. که چېرې څوک اجازه ورنګړي نو د هغوی په بروزر کې هیڅ کوکیز نه ذخیره کیږي.

کوکیز څه فایدې لري ؟

که څوک کوکیز ته اجازه ورنکړي نو یو ویب سایټ ته به هر ځل ورتللو سره لاګ این کیږي، که یو کس د خریداري له پاره یو لیست جوړ کړي  او په ناپامي کې بروزر بند شي نو هر څه به بیا له سره ترتیبوي، نو ددې له پاره کوکیز د عصري انټرنیټ یو ضروري برخه ده.

  • کوکیز ویب سایټ  ته  مشتریان ورپیژني،  او د هغوی شخصي معلومات وریادوي، چې د دې کس د خوښې خبرونه کوم دي، د کومو اجناسو خریداري کول غواړي او نور.
  • د خوښې یا علاقې اعلانات درته وړاندې کوي ، د تا تیرو کړنو او خریداري ته په کتو سره تاته د هغو شیانو تجارتي اعلانات مخې ته درته ږدي چې ته یې زیاتره وخت کتونکی وې، یا په هغه ژبه چې ته پرې انټرنیټ استفاده کوې.
  • د څار له پاره ؛ انلاین پلورونکي ویب سایټونه کوکیز ددې له پاره هم کاروي چې تا پخوا دې ویب سایټ کې  کوم شیان کتلي، او یادې د پیرلو په لیست کې اچولي، که چیرته کومه ورځ په دې شیانو کو تخفیف ولګیږي  نو تاته خبر در کوي . بل دا چې یو کس دې ویب سایټ ته څو ځلې راغلی او څومره وخت یې دلته تیر کړی.

لنډه دا چې ویب سایټ ته په کتو باید کوکیز قبولې شي، ترڅو له هغو بې اعتباره ویب سایټونو څخه چې د خلکو د معلوماتو د غلا کوښښ کوي، ځانونه خوندي وساتو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button