سیاست

اميرخان متقي:بهرني سفيران دې د افغانستان واقعیتونه له نږدې وګوري

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وړمه ورځ قطر کې میشتو د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي.د  یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې ناسته کې چې د امریکا، برتانیا، هسپانیا،  سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هېوادونو استازو ګډون کړی وه.تکل زیاته کړې، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او دغه راز نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه مالومات ورکړي.په ناسته کې د افغان د سرې میاشتې ټولنې معاون ملانور الدین ترابې‏ هم د سرې میاشتې د فعالیتونو او دغه راز د یوه مستقل ارګان په توګه پر هغو اړتیاوو خبرې کړي، چې دغه ټولنه ورته اړتیا لري.په غونډه کې د مالیې وزارت د خزاینو عمومي مشر  نصرت الله محمود د مالي او اقتصادي وضعیت په اړه مالومات ورکړي او دغه راز د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي مشر محمد عباس سامح  هم ګډونوالو ته د افغانستان په بانکي سکتور کې د شفافیت، پرمختګونو او میکانیزمونو په اړه مالومات ورکړي دي.په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه ویلي او زیاته کړې یې ده، چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې له لري څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري.په دغه ناسته کې د ورته غونډو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا  هم ټینګار شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button