سیاست

امنیت شورا غزه کې په اوربند د بیا کتنې غونډه وکړه

په غزه کې د تاوتریخوالي له زیاتېد وسره سم د ملګرو ملتونو امنتیت شورا د متحده عربي اماراتو په وړاندیز اوومه بېړنۍ ناسته وکړه. د غونډۍ پر لومړۍ د امنیت شورا ځینو غړو پر دوستانه اوربند تاکید کاوه.د عربي اماراتو په غوښتنه او وړاندیز دا ناسته په داسې مهال کې کیږي چې د غزې د جګړې په اړه د یوه پرېکړه لیک د تصویب څلورورځنۍ هڅې مخکې ناکامې شوې.

په غزه کې د تاوتریخوالي له زیاتېد وسره سم د ملګرو ملتونو امنتیت شورا د متحده عربي اماراتو په وړاندیز اوومه بېړنۍ ناسته وکړه. د غونډۍ پر لومړۍ د امنیت شورا ځینو غړو پر دوستانه اوربند تاکید کاوه.د عربي اماراتو په غوښتنه او وړاندیز دا ناسته په داسې مهال کې کیږي چې د غزې د جګړې په اړه د یوه پرېکړه لیک د تصویب څلورورځنۍ هڅې مخکې ناکامې شوې.اماراتو له امنیت شورا غوښتي چې په غزه کې دې صهیونستي ځواکونه ملکي اهداف نه په نښه کوي. دوی ویل چې هغوی دې د جګړې اصول کړي او پر روغتونونو، پنډغالوو او نورو ځایونو دې بریدونه نه کوي.په یاده غونډه کې د جاپان استازي وویل چې د یوه ګناهګار پر بل ځای د بل بې ګناه انسان وژنه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا وویل چې بشري اوربند کافي نه دی. ده زیاته کړه چې په دې برخه کې باید ملګري ملتونه مککرې ناستې وکړي.په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور د اوربند له پرېکړې هرکلی وکړ؛ خو برعکس د اسراییلو استازو دې ناستې ته ویلي چې موږ به د تباهۍ پر وړاندې له ځانونو دفاع وکړو.یاده کوو چې د اسراییلو او فلسطین له کړکېچ زیاتېدو سره سم امینت شورا څلور مسودې وړاندې کړي، خو یوه هم نه ده تصویب شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button