سیاست او دولت

امریکا په افغانستان او عراق کې پر خپلو وحشتونو اعتراف وکړ

 د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د اسراییلو بریدونو ته په توجیې ویلي چې ورته بریدونه به امریکایي پوځیانو هم په افغانستان او عراق کې کول. کربي د اسراییلي رژیم بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په اشارې ویلي چې  افغانستان او عراق کې زموږ د هوايي بریدونو پر مهال هم ملکي وګړي شهیدانېدل.

جان کربي د یادې پرتلنې په مټ هڅه کړې چې د اسراییلو هوایي بریدونو ته یو ډول مشروعیت ور وبښي.

دا له امریکايي یرغل وروسته لومړی ځل دی، چې سپېنه ماڼۍ په غیر مستقیم ډول افغانستان او عراق کې د ملکي وګړو په نښه کول مني.

نړۍ پوهېدلې چې د امریکا او لوېدیځي نړۍ د بشري حقونو دعوې بېځایه او غولوونکي دي.

د یادونې وړ ده چې امریکا په نړیواله کچه د اسراییلو مادي او معنوي ملاتړی هېواد دی. یاد هېواد ویلي چې د صهیونستانو جنګي جنایتونه به یې د پوځي وسلو د مرستو درونې ته اړ نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button