
امریکا ته پرافغانستان د ۲۰۰۱ میلادي کال تیری هوس ښکارېده
لاتراوسه یې ماغزه په قرارنه دي
چا چې ماسره وهلی سرپه سنګ دی
کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو، نونړۍ په نظامي، اقتصادي اوسیاسي لحاظ یوقطبي اوهغه امریکا یې په راس کې را څرګنده شوه چې دتوسعه طلبۍ فوق العاده شوقمنه وه ، خوددې پرځای چې په نورو هېوادونوکې د توسعه طلبۍ او پراختیا غوښتنې لپاره منطقي دلایل ولري ، د لاسوهنې لپاره به یې په بد ماشۍ داسې پلمې جوړولې چې آن ماشومانه بڼه به یې درلوده ، مثلا پرافغانستان د امریکا د حملې پلمه په دغه هېواد کې د اسامه بن لادن په شتون چې یاد کس په امریکایی تاسیساتواوپه تیره بیا د دغه هېواد په سوداګریزوبنسټونو د مسافر وړونکو الوتکوپه ذریعه حمله وه چې د پام وړ ویجاړۍ اوبربادۍ یې منځ ته کړې خو داچې ددې حملې اصلي عامل څوک و ؟ دابه کوم عقل اومنطق ومني چې اسامه د ې په امریکا دومره نفوذ ولري چې پرمټ یې توان پیدا کړي همزمان ددغه هېواد له هوایی ډګرونوڅخه په لسکونو مسافروړونکې الوتکې یرغمل اود پنتاګون په شمول دې د امریکا په نیویارک ، ویرجنیا ، شانکسویلي او پنسلوانیا کې په تاسیساتوداسې حملې وکړي چې په نتیجه کې یې ۲۹۷۷ کسان ووژل شي ؟
خو متل دی چې وایی : لیوه له مېږې نه (برې) اوبه چښلې خود مېږې خوړلوته یې د پلمې په جوړولو وویل اوبه مه را خړوه ، چې خورم دې ، امریکا ترپایه په افغانستان د حملې په اړه داسې کره اورېښتني شواهد نړۍ ته ارایه نکړل چې دال په دغه حقیقت وي چې اسامه بن لادن دې دامریکا په ۲۰۰۱ کال په حملوکې لاس ولري ، یوازې یې رسنیو له لارې په لوړشوراو زوږ موضوع پر اسامه چې هغه پر افغانستان کې اوسېده ورواړوله او د اسامه د سپارلو غوښتنه یې وکړه ، متاسفانه چې دلته داسې منطق نه و موجود چې د خبرو شواهدو قرینو او اسنادو له مخې موضوع روښانه شي نو همدا وجه وه چې امریکا په بشپړ کبر او غرور د ټولو نړیوالوموازینوخلاف حمله وکړه ، دوی خیال درلود چې افغانستان به هم د نړۍ د نوروهېوادونوپه څېرپه مستقیم یا غیرمستقیم ډول خپل استعماري لیکوته شامل کړي ، خود توقع خلاف، افغانانو ، امریکایانو اونړیوالو ولیدل چې دوی شل کاله له افغانانوسره په دغه ملک کې وجنګېدل ، بېدریغه ځاني تلفاتو اومالي زیانونه یې ولیدل خوکوم مشهود منفعت یې په لاس را نه ووړاو په نتیجه کې په ۲۰۲۱میلادي کال لاس ترپښو اوږده له افغانستان څخه په بشپړه ناکامۍ ووتل .
د افغانانو امریکایانو اونړیوالوسم په یاد دي چې د حملې پرمهال په ۲۰۰۱ کال روسانوامریکایانوته د نیمه نصیحت او پیغورپه ژبه دا خبرداری هم ورکړ[چې پرافغانستان په حمله کې مو له شرمندګۍ پرته بریالیتوب ناشونی برېښي ځکه په دغه هېواد کې موږ هم خپلې استعماري څپلې زړې کړې دي خو خپلو متوقعه موخو ته ونه رسېدو ، لیدل کېږي چې تاسې هم زموږ په شان اشتباه کوئ ځکه افغانستان داسې ملک دی چې اشغال شوی خوپه خلاصومټو پرې چا حکومت نه دی کړی]
د شوروي ددغه نړیوال خبرداري په ځواب کې بوش خپل ملت ته ډاډ ورکړچې امریکا به په افغانستان کې هېڅکله د شوروي اوانګریزانو له برخلیک سره نه مخ کېږي ، بوش په ډېر غرورخپل ملت ته وویل : چې په افغانستان زموږ حمله یوه لومړنۍ او تازه بریا ده چې د نړۍ په هېوادونوکې ترکلونوناکامیواو نهایی ماتو وروسته زموږ نصیب شوې ده ، بوش دا هم وویل : چې موږ به پخوانۍ تیروتنې بیا نه تکراروو (!)
خو په نتیجه کې ولیدل شول چې امریکا د خپل نظامي تاریخ په ترټولواوږده جګړه کې داسې ښکیل شوچې د ویتنام لومړی اودوهمې نړیواله جګړې دا ټول تاریخ چې سره جمع شي په افغانستان کې د امریکا اوږدې جګړې ته یې عمرنه رسېږي .
د افغانستان په جنګ کې ګریک وایټلاک امریکایی چې د افغان جګړې پټ تاریخ په نوم کتاب یې لیکلی په ۱۳ مخ کې یې را ځي.
[ددوولسیزو په اوږدوکې ۷۷۵۰۰۰ څخه زیات امریکایی پوځیان افغانستان ته ولېږل شول چې د هغوی له ډلې ۲۳۰۰مړه ۲۱۰۰۰ ټپیان هېواد ته را ستانه شول ، د امریکا حکومت تراوسه ددې جګړې د لګښتونو په اړه جامع احصایه نلري خو زیاتره برآوردونه اواټکلونه ددې جګړو د لګښت اندازه تریوتریلیون ډالرو زیاته ګڼي ].
دا ټول ولې ؟
بله په زړه پورې داچې پخپله امریکایی جنرالانو او نظامیانو په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د بیځایه والي په اړه ضخیم کتابونه لیکلې اوهېچا په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه نیک نظرنه دی وړاندې کړی .
په اسیایی هېوادونوکې نه یوازې په افغانستان بلکې دوی په عراق هم د حملې لپاره د زروي او اتومي وسلودشتون په پلمه د صدام حسین رژیم را نسکور کړ هغه یې د نړۍ اوپه تېره بیا دعربي هېوادونه لپاره سترګواښ باله نو ځکه د ځان په پرتله په دغه کمزوري هېواد نظامي تیری د خپل ځان حق باله ، زورونه خودا وخت دامریکا ځکه حق وه چې نړۍ د شوروي په ړنګېدو یوقطبي شوی وه اوپه نظامي ډګرکې یې له هېچا سترګه نه سوځېدله ، کله یې چې په عراق حمله وکړه د خپلې کاذبې ادعا مطابق یې نه په عراق کې ، زروي او نه هم اتومي وسلې وموندل شوې ، جالبه دا وه چې ددغه ملک رییس جمهورصدام حسین یې له اشغال څومیاشتې وروسته اسیراود مسلمانانود لوی اخترپه ورځ یې اعدام کړ، ترټولوجالب داچې د نړۍ هېڅ کمزوري یا زورور هېواد ترې ونه پوښتل چې په عراق د حملې په ترڅ کې خواتومي تسلیحات ونه موندل شول نو د حملې ضرورت څه و ؟
خو دا معلومه شوه چې پرعراق حمله د صدام حسین د پرځولولپاره هغه پلمه وه چې له صدام حسین یې پراسراېیلودرا کټ ویشتلوغچ واخیست او بس .
حیا ت الله حلیم