سیاست او دولت

امریکایي استازی:افغان حکومت په ګڼو برخو کې بریالی دی

د دوحې درېیمې ناستې  پر دویمه ورځ د امریکا استازي ټام ویسټ په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت د امنیت ټینګښټ، فساد مخنیوي او روڼتیا برخو کې بریالی بللی دی.ټام ویسټ وړاندې ویلي چې اسیایي او نړیوال بانک دې کابل کې د بشري مرستو ترڅنګ سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي.

9 / 100

د دوحې درېیمې ناستې  پر دویمه ورځ د امریکا استازي ټام ویسټ په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت د امنیت ټینګښټ، فساد مخنیوي او روڼتیا برخو کې بریالی بللی دی.ټام ویسټ وړاندې ویلي چې اسیایي او نړیوال بانک دې کابل کې د بشري مرستو ترڅنګ سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي ویلي، د دوحې درېیمه ناسته کې د ګڼو هېوادونو استازو څرګندونو کې د پام وړ پرمختګ ښکاري په خبره یې، دا څرګندونې ښيې، چې اسلامي امارت سره د تعامل دوام او پراختیا اراده شته. ذاکر جلالي ویلي، دې غونډه کې د روسیې استازي ضمیر کابلوف د افغانستان بانک کنګل شویو زېرمو د ازادېدو غوښتنه کړې او هغه یې د افغانانو ځانګړی حق بللی دی. د چین استازي اسلامي امارت سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک راپورونه مسلکي او د ستاینې وړ بللي.

بل پلو، د بریتانیا استازو ویلي چې دوی به له افغانستانه د بندیزونو د لیري کولو په برخه کې همکاري وکړي.

دغې ناسته کې ایټالیا استازې د افغانستان سوداګرۍ وزارت سره له نږدې د کار کولو ژمنه ورکړې او دغې ناسته کې یې د اسلامي امارت استازي ګډون د اقتصادي ملاتړ لپاره مهم بللی دی.

اسیایي هېواد قرغزستان هم د اسلامي امارت ملاتړ کړی او له هېوادونو یې غوښتنه کړې، چې افغانستان ته په لوړه کچه سفرونه وکړي او د هېوادونو دودونه، رواجونه او کورني موضوعات دې هغوی ته پرېښودل شي. بلخوا قطر هم دغه ډول ناستې مهمې بللې دي، خو ایران بیا اقتصادي پیاوړتیا د افغانستان د ستونزو د هواري یوازینی حل بللی او د افغان حکومت اقتصاد محوره سیاست یې یو ښه ګام یاد کړی. د پاکستان استازي ویلي، په اقتصادي لحاظ له افغانستان سره ولاړ دي او په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو ملاتړ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button