سیاست

امريکا او متحدين يې په افغانستان کې د فقر او لوږې لامل دي

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيال ديميتري پوليانسکي د دې سازمان د امنيت شورا په غونډه کې د جګړې له امله د رامنځته شوې قحطۍ او خوراکي ناامنيو په اړه وويل، چې امريکا او د هغې متحدينو ((لويديځ هيوادونه)) له لوږې او بې وزلۍ سره مخ کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيال ديميتري پوليانسکي د دې سازمان د امنيت شورا په غونډه کې د جګړې له امله د رامنځته شوې قحطۍ او خوراکي ناامنيو په اړه وويل، چې امريکا او د هغې متحدينو ((لويديځ هيوادونه)) له لوږې او بې وزلۍ سره مخ کړي دي.په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيال ديميتري پوليانسکي په خپله وينا کې وويل ،چې د خوراکي توکو ډېر بحرانونه په مستقيم او غير مستقيم ډول د امريکا او متحدينو د کړنو له امله رامنځته شوی دی.ده وويل:  (( د بېلګې په توګه افغانستان چې زموږ انګليسي همکار يې په اړه نن خبرې کوي، په تېرو شلو کلونو کې د لوږې او بې وزلۍ له کندې څخه د خلاصون هڅه کوي.  ((دا ټول د امريکا په مشرۍ د ائتلاف د پاليسۍ له امله دي چې هڅه کوي دا هيواد په لويديځ ډول ديموکرات کړي، يو داسې هيواد چې د دوديز ژوندانه په کلکه ملاتړ کوي.))ديميتري پوليانسکي ټينګار کړی، چې د خوراکي توکو د بحران او نورو بحرانونو اصلي لاملونه د لويديځ غيرقانوني مداخلې دي.پولينسکي زياته کړه: که څه هم د امنيت شورا لويديځ غړي دا جرئت نه لري ،چې د عراق، ليبيا او سوريې په څير هيوادونو کې د خوراکي توکو د بحران او نورو بحرانونو اصلي لاملونه په روښانه توګه په ګوته کړي، موږ ټول ښه پوهيږو، چې دا بحرانونه د لوېديځ د غيرقانوني مداخلې له امله رامنځته شوی دی.بايد يادونه وشي ،چې د جمهوري رياست په شل کلنه واکمنۍ کې په افغانستان کې په ميليونونو ډالر ولګېدل او په افغانستان کې د امريکا او لوېديځو ګوډاګيو حکومتونو له خوا هېڅ ډول بنسټيز کار ونه شو.د افغانستان د مرکزي بانک د پيسو په بندولو او د ظالمانه بنديزونو په لګولو سره امريکا او لوېديځو هيوادونو د اسلامي امارت له بيا پيلېدو وروسته، په دې هيواد کې د فقر او لوږې بحران لاپسې زيات شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button