سیاست او دولتمقالې او تبصرې

امريکايي چارواکي د نورو په تاوان کې خپلې ګټې لټوي !

د بشري حقونو د ورځې او د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ۷۵مې کليزې په مناسبت د امريکا بهرنيو چارو او ماليې وزارتونو په ګډه په نهو هېوادونو کې د شلو کسانو نومونه د بشري حقونو د تروړونکو کسانو په توګه د بنديزونو نوملړ ته ور زيات کړي، په افغانستان کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف پر وزير خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر فريد الدين محمود تازه بنديزونه لګول شوي

د بشري حقونو د ورځې او د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ۷۵مې کليزې په مناسبت د امريکا بهرنيو چارو او ماليې وزارتونو په ګډه په نهو هېوادونو کې د شلو کسانو نومونه د بشري حقونو د تروړونکو کسانو په توګه د بنديزونو نوملړ ته ور زيات کړي، په افغانستان کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف پر وزير خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر فريد الدين محمود تازه بنديزونه لګول شوي، له دې وړاندې هم پر امريکا سربېره د ملګرو ملتونو امنيت شورا او اروپايي ټولنې هم وخت ناوخت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر د اسلامي امارت پر چارواکو نیوکي کوي، په تېر اوړي کې اروپايي ټولنې د پوهنې او عدليې پر سرپرستانو او قاضي القضات د زده کړو له حقه د ښځو او نجونو په بې برخې کېدو، کار او ټولنيز ژوند ته د ښځو د نه لاسرسي او د نارينه وو او ښځو تر منځ د نابرابرۍ په چلن کې د دوی د کمې ونډې له امله بنديزونه لګولي وو، دا په داسې حال کې ده،چې د ځينو امارتي مشرانو نومونه د امريکا او ملګرو ملتونو د بنديزونو په نوملړ کې له پخوا شامل دي، چې د سولې خبرو په ترڅ کې د مرکچي پلاوي سفري بنديزونه د يو څه وخت لپاره لرې کړل شوي وو او وروسته يې د مودې پر غځولو د ملګرو ملتونو امنيت شورا سلا نه شوه او بېرته د دوی په نوملړ کې راغلل، په داسې حالاتو کې د بشري حقونو پر نقض د نورو تورنول او پر هغوی د بنديزونو لګول هېڅ د توجيه وړ نه ‌دي، ځکه امريکا خپله د اسرائيلو د ملاتړ  کولو له امله د بشري حقونو لويه ناقضه ده!

څه کم دری کاله کېږي،چې د اسلامي امارت او واشنګټن د استازو ترمنځ په دوحه کې د سولې مذاکرات وشول،امريکا په ډېر ظالمانه ډول د دوحې تړون نقض کړ او د هوکړې خلاف يې پر افغانانو بنديزونه ولګول، پيسې يې کنګل کړې او د اسلامي امارت د مشرانو نومونه يې لا هم له تور لېسته نه دي ايستلي. په داسې حال کې چې په قطر کې د تفاهم ليک يوه ماده همدا وه، چې امريکا به په لومړي وار د اسلامي امارت د مشرانو نومونه له تور لېسته باسي او د دې اجازه به ورکول کېږي، چې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته سفرونه وکړای شي، زما په نظر د افغانستان پر مظلوم ولس لګېدلي بنديزونه ظالمانه دي، ځکه په هېڅ نړيوالو نورمونو کې داسې ماده نه شته، چې پر يو ملک داسې بنديزونه ولګوي،چې ټولې خواوې ترې اغېزمنې شي، بې له شکه پر يو هېواد لګېدلي نړيوال بنديزونه نه يوازې پر حکومت، بلکې د عامو خلکو پر ژوند هم ناوړه اغېزه کوي او له ګڼو ستونزو سره يې مخ کوي. د وضع شويو بنديزونو له امله لويه ستونزه د کنګل شويو پيسو خوشې کول او انتقال دی، چې همدا اوس د افغان حکومت کنګل شوې شتمنۍ په کور د ننه د ګڼ شمېر هېوادوالو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي.

لنډه دا چې دامریکا دمتحده ایالاتو بندیزونه د افغان حکومت پر وړاندې د فشار په توګه کارېږي، خوډېر زيان يې عامو افغانانو ته رسېږي، که دغه بنديزونه دوام وکړي،بې له شکه به يې پايلې د ۴۰ ميليونه افغانانو لپاره خطرناکې وي او اقتصاد بحران به لا پسې پراخ شي .

 پرافغانستان د يو شمېر نړيوالو مغرضو هېوادونو په ځانګړي توګه امريکا وضع شوي بنديزونه، د۴۰ ميليونو افغانانو پر وړاندې نه بښونکی بشري جنايت دی. دوی د تېرو ۴۵ کلونو پر مهال په افغانستان کې بشري جنګي جنايتونه ترسره کړي دي. که چېرې په نړۍ کې واقعاً د بشر حقونه عدالت او ديموکراسي شتون ولري او ځانونه د بشري حقونو مدافعين بولي، نو ژر تر ژره دغو بنديزونو ته دې د پای ټکی کېږدي.

امريکا په داسې حال کې د اسلامي امارت مشران د بشري حقونو پر نقض تورنوي، چې لومړۍ خپله دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او د خپلو سياسي موخو لپاره ورته بشري ټولنه هېڅ ارزښت نه لري، ځکه په دې وروستيو کې يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه وړانديز رد کړ، چې په غزه کې يې د اوربند غوښتنه کړې وه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش څو ورځې وړاندې په غزه کې د روان وضعيت په تړاو د امنيت شورا غونډې ته په خپله وينا کې وويل،چې د بېړني اوربند لپاره رايه وکاروي، چې له امريکا پرته ټولو هېوادونو مثبته رايه ورکړه، خو امريکا خپله منفي رايه څرګنده کړه.نومعلومه شوه چي دبشری حقونو ترپښولاندې کوونکي څوک دی.

دا چې امريکا په افغانستان کې له هر پلوه ستره ماتې خوړلې او په شل کلن اشغال کې په هر ډول اقدام کې ناکامه سابقه لري،نو پخوانۍ ناکامې تجربې به ورته نورې هېڅ ګټه ونه رسوي، بلکې د تمې خلاف به نورې هم د افغانانو غوسې راوپاروي، ځکه امريکايي چارواکي پر بنديز لګونې روږدي دي او دا عمل يې عادت ګرځېدلی او په ځلونو يې اقتصادي او تخنيکي مسائل د وسلو او وسيلو په توګه کارولي، چې داسې کړنې بيا د نړۍ سوله او ثبات ننګولی شي، په دې اړه خپله امريکايي خبريالانو د واشګنټن له زورواکۍ پرده پورته کړې او دايې په ډاګه کړي،امريکايي سياستوال يوازې د ځان په ګټه او د نورو په تاوان چارې ترسره کوي، خو نړيوال له داسې کړنو سره،چې په نړۍ کې د ګډوډۍ سبب ګرځي، مخالفت کوي. د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي داسې مهال د امريکا د بنديزونو په لېست کې شاملېږي،چې منتقدان يې تر دې لا د بنديزونو زياتېدل
غواړي!

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button