
امريکايي چارواکي: اقتصادي بنديزونو پر افغان حکومت کومه اغېزه نه دی کړې
يو شمېر امريکايي چارواکي پر دې باور دي ، چې د افغانستان بانک د شتمنۍ کنګل کولو پر طالبانو (( اسلامي امارت)) هېڅ ډول اغېز نه دی کړی.يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وال سټرېټ ژورنال ته ويلي، د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو پر طالبانو (( اسلامي امارت )) کوم اغېز نه دی کړی او هغوی يې د خپل چلند بدلون ته نه دي اړ کړي. د هغه په وينا: د دغه شتمنۍ د کنګل کولو يو مهم هدف همدا و، چې پر طالبانو (( اسلامي امارت )) فشار راوړل شي ، تر څو خپل چلند کې بدلون راولي خو کوم اغېز يې نه دی کړی.د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا پلټونکې ادارې يا سيګار مشر جان سوپکو هم وال سټرېټ ژورنال ته ويلي، لوېديځ تمه درلوده، چې د دغه شتمنۍ په کنګل کولو سره به طالبانو (( اسلامي امارت )) سره د دې لپاره چنې و وهي ،تر څو هغوی خپل چلند او تګلاره بدله کړي، خو کار يې ور نه کړ او نور دا تمه مخ په ختمېدو ده.