سرلیکنې

امربالمعروف دې مهمو ټولنیزو فسادونو سره مبارزه وکړي !

دا یو واقعیت دی چې افغان ولس پر خپلو دیني ارزښتونو ډېر ټینګ او څه چې د دوی په مزاج او ملي کلتور کې اغږل شوي، دسر په بیه یې دفاع او ساتنه کوي.

دا یو واقعیت دی چې افغان ولس پر خپلو دیني ارزښتونو ډېر ټینګ او څه چې د دوی په مزاج او ملي کلتور کې اغږل شوي، دسر په بیه یې دفاع او ساتنه کوي. خو له بده مرغه د دوی دغه خصلت له دوو خواو سخت ګواښل کیږي چې یقیناً له دواړو جهتونویې دیني التزام ته زښته ډېر زیان رسېدلی دی. تردې چې که دغه هریو همداسې خپلې مخې ته ازاد پرېښودل شي نو پرته له شکه چې زموږ او زموږ د راتلونکي نسل ایمان او دیانت ته ژور نقصان رسولی شي. دا دوه دښمنان څوک او څه شی دي؟ د زیاترو حکماؤ او هوښیارانو له نظره لومړی یې عولمه یعني نړیوالتوب دی چې ټول استادان، دعوتګران، تمویل کوونکي او سهولت کاران یې د نړۍ زبرځواکونه او د هغوی انسي  او جنی حامیان او مبلغین دي. دوی د فردي آزادیو، جنسیتي مساوات او ښځو د آزادي لپاره نارې سورې وهي چې په حقیقت کې له فطرت سره جګړه د ټولنې او کورني نظم تبايي او د ستر فساد جرړه ده. دوی هم دین له منځه وړي، یوازې له خالق سره اړیکه یې بولي او په دې توګه یې زیاتره مسلمانان هم غولولي او په لاشعوري ډول یې په کفر کې شامل کړي دي. افغاني ټولنه کې څه هم د دغو فاسدو افکارو لپاره زښته ډېر کار کېږي او بلا وسایل یې په کار بوخت دي، خو بیا هم دومره عمومیت نه لري لکه زموږ ټولنه کې دویم موجود خطر دا کوم خطر دی؟ په ‌ډېر تأسف چې دا خپله زموږ ټولنه کې پخواني یا اوسني موجود واکمن ناوړه رواجونه دي ! غم دادی چې زموږ زیاتره خواص یې له تطبیقه نه شي تېریدلی او عوام یې د خپل پلار- نیکه د رسم و رواج کلتور او دین یوه برخه بولي، تردې چې په دې باب کې خو ځینې چارې ان په دیني باورونو کې هم شاملې شوي دي. دا ډول چارې زیاتره په غم. ښادي، کورني ژوند او نورو ټولنیزو چلندونو کې ډېري لیدل کېږي. په دې لړکې پر قبرونو، تبرکاتو، جعلی پیرانو، ملنګانو او ناروا تعویذونو او منترونو ډېر ترکیز او شرعی حدودو سره بې پروايي زموږ په کلیوالي سیمو، اطرافو او نالوستو وګړو کې ډېره لیدل کېږي. سر بیره پردې یادو پرګنوکې له ښځو سره کورنی چلند هم خورا ظالمانه او بالکل د شرعي لارښوونو پر خلاف دی. یاد ولسونه هم پر خپلو همدغو انګېرنو دومره ټینګ وي چې سړی یې دین او ایمان ته اندېښمن شي. بناءً د اسلامي امارت له با احساسه مشرانو هیله کېږي چې د امربالمعروف او نور اړوندو ادارو مسئولین او کارکوونکي دغه شان مهمو موضوعاتو ته راوګرځوي څو بالآخره افغاني ټولنه له هر پلوه پرخپل دین تردې حده با خبره، ملتزمه او متمسکه شي چې خدای دې نه کړي که حکومت هر څومره د بې دینانو په لاس کې وي، د ملت کړه وړه بیا هم سل په سلو کې له اسلامي لارښوونو سره سم وي. لنډه دا چې ښه به داوي څو امربالمعروف او نور مربوطه چارواکي د جزئیاتو پرځای اولیاتو، اصولو او ضروریاتو ته ډېره پاملرنه وکړي. څو په دې ډول زموږ ولسونه د یو صالح قیادت له برکته د څښتن تعالی رضا تر لاسه او دین و دنیا وګټي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button