سرلیکنې

امانت ساتنه او ارزښت يې!

اسلام پر نورو ښيګڼو او غوره صفتونو سربېره پر امانت ساتنه هم ډېر ټينګار کړی دی، امانت ساتنه/ امينتوب يوه داسې عمومي کلمه ده، چې مفهوم يې فردي، اجتماعي او حکومتي نظامونو ټولو ته شاملېږي.

اسلام پر نورو ښيګڼو او غوره صفتونو سربېره پر امانت ساتنه هم ډېر ټينګار کړی دی، امانت ساتنه/ امينتوب يوه داسې عمومي کلمه ده، چې مفهوم يې فردي، اجتماعي او حکومتي نظامونو ټولو ته شاملېږي.

په فردي او اجتماعي ژوند کې د امانت ساتنې ارزښت دا دی، چې د ټولنې د افرادو ترمنځ پر يوبل باور او اعتماد زياتېږي او همدغه باور بيا په ټولنيز او فردي ژوند کې د امنيت، ثبات او ډاډ لامل ګرځي.

کله چې د ټولنې په افرادو کې پر يو بل بارو او اعتماد ډېر وي، هلته خوشحالي او ډاډ رامنځته کيږي؛ رواني ناروغۍ، خپګان او نا امني له منځه ځي؛ خو که خدای مه کړه کومه ټولنه کې د امانت ستر صفت له منځه لاړ شي، افراد يې له بې ثباتۍ او بې اعتمادۍ سره مخ کيږي او له داسې ټولنې بيا خوشحالي او ډاډ د تل لپاره کډه کوي.

په شخصي ادارو او حکومتي نظامونو کې هم د امانت ساتلو غوره صفت ډېر لوړ ځای او بېلابېلې بڼې لري: يو دا چې مسئوليت او دندې له هر ډول تبعيض او توپير پرته وړ او اهل کسانو ته ورکړل شي، په دې سره بريا او ټولنيز عدالت رامنځته کېږي، دغه راز مسئول ته ورسپارل شوې دنده کې شفافيت او اخلاص هم د امانت يوه بڼه ده. دغه راز کار ته په خپل وخت تلل او په خپل وخت رخصتي د امانت بل ډول دی. په ښه توګه او عامه مصالحو او اړتياوو ته په کتو سره د بيت المال مصرف او له اړتيا زيات او بې ځايه لګښت څخه يې ډډه کول هم امانت ګڼل کېږي او پر شخصي اړتياوو او بېځايه لګښت يې خيانت دی، چې ډېرې زياتې ټولنيزې ستونزې ايجادوي.

موږ هغه مهال يوه پرمختللې، باثباته او متوازنه ټولنه او دغه راز يو مترقي، پرمختللی او باثباته هيواد درلودلی شو، چې په فردي، اجتماعي او حکومتي کچه د امانت ساتنې ستر اصل ته پوره پاملرنه وشي اوهر څوک د خپلې دندې او مسئوليت په کچه دغه سترصفت ته ژمن واوسي.

په دې برخه کې د ديني عالمانو، بانفوذه شخصيتونو او رسنيو دنده او مسوليت ډېر زيات دی، دوی باید په ټوله معنا د امانت ساتنې لپاره هڅې وکړي او د يوې باثباته او خوندي ټولنې جوړولو کې خپل اساسي رول ولوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button