دینی لیکنې

الله «ج» ته د بنده د نږدېوالي اسباب

الله جل جلاله انسانان د بنده ګۍ او عبادت لپاره پیدا کړي،د دې لپاره یې پیدا کړي چې د الله جل جلاله عبادت، اطاعت او بنده ګي وکړي، د الله جل جلاله اوامر پر ځای کړي او له نواهیو یې ځانونه وساتي، خو د دې لپاره چې یو بنده الله جل جلاله ته نږدې شي، قرب حاصل کړي او د الله جل جلاله دوست او ولي جوړ شي او الله جل جلاله ور څخه خوشحاله شي باید څه وکړي باید کوم اعمال وکړي چې الله جل جلاله ور څخه خوشحاله او راضي شي، راځئ الله جل جلاله ته د نږدېوالي او قرب حاصلولو څو اسبابه وپېژنو:

د الله جل جلاله فرايض اداء کول:

کوم څه چې الله جل جلاله پر موږ باندې فرض کړي هغه که پنځه وخته لمونځ وشي، هغه که روژه وي، که زکاة وي، که حج وي او که نور څه وي د دې شیانو اداء کول دا سبب د قرب او نږدېوالي کېږي، الله جل جلاله ته، ځکه حدیث کې راځي:

د قرآن کریم تلاوت کول:

د قرآن کریم په تلاوت سره انسان الله جل جلاله ته نږدې کېږي او په تلاوت سره انسان الله جل جلاله ته خوښ او محبوب ګرځي، حضرت خباب ابن ارت رضی الله عنه وایي: څومره چې توان لري الله جل جلاله ته نږدې شه او ته به هېڅکله الله جل جلاله ته نږدې نه شي په یوه شي سره چې د الله جل جلاله خوښ وي د ده تر کلام، یعنې چې ته غواړي الله جل جلاله ته نږدې شي د الله جل جلاله دوست جوړ شي نو ته قرآن وایه تر څو د الله جل جلاله دوست شي.

د شپې لخوا د تهجد لمونځ کول:

د شپې لخوا د تهجد لمونځ یواځنۍ هغه سبب دی چې انسان الله جل جلاله ته نږدې کوي، د تهجد د لمانځه په سبب له انسان څخه د خدای جل جلاله دوست او ولې جوړېږي، د تهجد په سبب انسان د الله جل جلاله خوښ او دوست جوړېږي، د تهجد په واسطه انسان خپل ټوله حاجات او غوښتنې د الله جل جلاله څخه کوي او الله جل جلاله یې ورته پوره کوي، د تهجدو په سبب د انسان مشکلات رفع کېږي، لمنځه ځي او په تهجدو باندې ټولې بندې دروازې در باندې خلاصېږي.

همیشه دعاء کول:

دعا هغه وسيله ده چې هېڅکله به دې شاته را نه وړي، لکه څرنګه چې دعا د عبادت مغز دی همدغه شان د دعا کول د انسان ټولې ستونزې ختموي او رب جل جلاله ته یې نږدي کوي، که غواړئ چې په لږ وخت کې مو ستونزې حل شي او حل لاره یې و مومي نو دعا کوئ، دعا هغه غوره عمل دی که په دنیا کې قبوله نه شي، یا خو به د دغې دعا په سبب ستا څخه حوادث او بلاوې دفع کېږي او یاخو به په آخرت کې درته ذخیره کېږي، الله جل جلاله فرمایي؛ژباړه: او کله چې سوال وکړي زما بنده ګان زما څخه بیشکه زه نږدې یم، زه اجابت کوم، (قبلوم) دعا.

د علم لاره غوره کول:

که غواړئ چې الله جل جلاله ته نږدې شئ او د الله جل جلاله په نزد غوره مخلوق و اوسئ او الله جل جلاله مو هره لحظه په عبادت کې حساب کړي،نو د علم طلب مه پرېږدئ، که څه هم لږ زمانه وي، که د علم طلب نه شي کولای نو د دوی په علمي مجالسو کې خو ګډون وکړئ، که دا هم نه شئ کولای نو د علماء او طالب العلمانو سره محبت وکړئ او د هغوی خدمت وکړئ تابه مو د کامیابۍ او الله جل جلاله ته د قرب ذریعه او وسیله وګرځي.

تقوی او پرهېزګاري کول:

تقوی کول د انسان څخه د الله جل جلاله حقیقي دوست او ولي جوړوي، کله چې یو انسان مؤمن وي بیا متقي او پرهیزګاره وي دا نو د الله جل جلاله واقعي او ریښتنی دوست دی، الله جل جلاله فرمایي؛ ژباړه: خبردار بېشکه اولیاء د الله جل جلاله چې دي پر دوی باندې بیره نسته او نه هم دوی غمګینه کېږي، هغه کسان دي چې ایمان یې راوړی او دوی پرهیزګاري کوي، الله جل جلاله فرمایي: ژباړه: او څوک چې د الله جل جلاله څخه وبیرېږي الله جل جلاله به د ده لپاره ځای د وتلو و ګرځوي او د ته به د هغه ځایه رزق ورکړي چې دی به یې ګمان نه کوي.

ح م عبدالله طیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button