اقتصادګزارش

اقتصاد وزارت:د آسيا پراختیایي بانک د بشردوستانه مرستو هرکلی کوو

د اسیايي پراختیايي بانک له افغانستان سره د څلور سوه مېلیونه ډالرو تازه مرسته اعلان کړه، چې د يادې مرستې ټولې پیسې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کېږي چې مصرف یې کړي. د دې مرستې له ډلې به سل مېلیونه ډالر  د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې څه باندې یو اعشاریه درې مېلیونه افغانان تر پوښښ لاندې راولي.د مرستې دوه سوه مېلیونه ډالره یونېسف ته ورکول کېږي چې په لسو ولایتونو کې د ۷ نیم مېلیونه ماشومانو ملاتړ پرې وکړي او پاتې سل مېلیونه یې د کرنیزو فعالیتونو پر ملاتړ لګول کېږي،له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي تر پایه له افغانانو سره د مرستې لپاره د یو میلیارد ډالره مرستو غوښتنه کړې وه.د اسیايي پراختیايي بانک له افغانستان سره د څلور سوه مېلیونه ډالرو مرستې په هکله د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب شریعت ورځپاڼې ته په دې اړه  ويلي: د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو ، اوس زموږ خلک بشري مرستو او هېواد مو د اقتصادي زیربناوو بیارغونې ته ډېرې اړتیاوې لري.ښاغلي حبيب ويلي،چې د اسیایي پراختیایي بانک د بشردوستانه مرستو څخه هرکلی کوو ، د بشري مرستو دوام  هېواد کې د اقتصادي تحرک او د خوراکي توکو له ټیټ ساتلو سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن ګڼو. د اقتصاد وزارت ویاند ویلي:د آسیایي پراختیایي بانک چې د اسیایي هېوادونو د اقتصاد د ودې لپاره تاسيس شوی، د کلونو به اوږدوکې یې د سترو اقتصادي پروژو له مهمو تمویلوونکو څخه  ګڼل کېږي چې په زېربنایي سکتورونو کې یې یو شمېر پراختیايي پروژې لکه د سړک جوړونې، دڅښاک پاکو اوبو د شبکو جوړولو، پوهنې، روغتیا ، د برښنا تولید پروژې او کرنې په برخو کې بېلابېلې پروژې تمویل کړې،  د بیلګې په ډول په زېربنايي برخه کې د حیرتانو – بلخ  د ریل پټلۍ پروژې له تطبیق څخه یادونه کولای شو. همدا شان د اسیا پراختیايي بانک له خوا د نیمه پایو پراختیایي پروژو مالي ملاتړ او بشپړ ډول په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ په کمولو او د اقتصادي مهاجرتونو په مخنیوي کې هم  مهم رول لوبولی شي او په همدې ترتیب د کارموندنې او تولیدي سکتورونو باندې تمرکز کولای شي، چې د خلکو اقتصاد او د ژوند شرایط ښه کړي او په اوږد مهال کې به د دوامداره اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. بل لورته د پوهنتون استاد حمیدالله شیرزي د بشري مرستو په اړه  داسې وایي : د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته په کتو نړیوال مرستندویه بنسټونه مکلف دي، چې د بشري بحران د مخنیوي په پار خپلې مرستې نه یواځې زیاتې بلکې په شفافه توګه وکاروي. شیرزی وایي، نړیوالې بشري مرستې د افغانستان د اقتصاد د ټیکاوو او د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره حتمي دي. دغه مرستې په هیواد کې اقتصادي څرخ منځ ته راوړي او د خلکو د خرید توان لوړوي چې د هیواد په مجموعي اقتصادي وضعیت مثبت تاثیر لري.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button