اقتصاد

اقتصادي کمېسیون:د ماڼوګي برښنا بند به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو لپاره به مالیې وزارت د قراردادي شرکت پاتې انوایس ورکوي او قراردادي شرکت مکلف دی چې د یاد انوایس له اخیستلو سره سم د خپلو مقروضینو پيسې هم ورکړي.

د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ برښنا بند کارونه 97.7 سلنه بشپړ شوي او پاتې هغه به یې هم په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي. دغه بند د 2.1 مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې 4000 کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.

د اقتصادي کمېسیون له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کور او ښار جوړولو او اقتصاد وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې  ته دنده وسپارل شوه، چې د بوستان سبز کرنیز او مالدارۍ شرکت د بېرته فعالولو او حقوقي حیثیت معلومولو په اړه د دغه شرکت له ونډه‌والو سره ناستې وکړي او که چېرې ونډه‌وال نشي حاضرېدی، د هغوی له قانوني صلاحیت لرونکو استازو سره دې ناستې ترسره او د بېرته فعالولو لپاره یې دې جدي هڅې وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button