اقتصاد

اقتصادي کمېسيون د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تائيد کړه

د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه کې چې په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د سرو زرو د موقت صدور پر کړنلارې، نويو متقاضيانو ته د نوري فايبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اوسنيو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو پر استفادې او يوشمېر نورو اقتصادي موضوعاتو بحث وشو.

د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه کې چې په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د سرو زرو د موقت صدور پر کړنلارې، نويو متقاضيانو ته د نوري فايبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اوسنيو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو پر استفادې او يوشمېر نورو اقتصادي موضوعاتو بحث وشو. په دې غونډه کې چې د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، له هراړخيز بحث وروسته د سرور زرو د موقت صدور کړنلاره تائيد شوه. د دې طرحې له مخې به د ټاکل شويو اصولو په رڼا کې د سرو زرو موقت صدور ترسره کېږي، چې له مخې به يې تر ډېره حده د قاچاق مخنيوي وشي. د اقتصادي کمېسيون په دې غونډه کې نويو متقاضيانو ته د نوري فايبر د ملي جوازونو د ورکړې پر موضوع هم بحث وشو او له هراړخيز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د اترا اداره دې نويو متقاضيانو ته د نوري فايبر ملي جوازونه د ملي ګټو په پام کې نيولو سره د نړيوالې داوطلبۍ له لارې ورکړي. په دې سره به د هېواد ټولو سيمو ته د نوري فايبر شبکه وغځېږي او هېوادوالو ته به په ارزانه بيه او ښه کيفيت انټرنيټي خدمات وړاندې شي.

په دولتي ادارو کې د اوسنيو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو پر استفادې هم بحث وشو. د اقتصادي کمېسيون د لار ښوونې پر اساس ټولې دولتي ادارې مکلفې وبلل شوې، چې د شته څراغونو د استهلاک په صورت کې دې له اېل اي ډي څراغونو څخه استفاده وکړي او د برښنا د سپما لپاره دې په خپلو ادارو کې په دې اړه عامه پوهاوي زيات کړي، چې په پايله کې به يې په کلني ډول ميليونونه افغانۍ سپما شي. په ټوله کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د برښنا د سپما په برخه کې اقتصادي تحليلونه ترسره کړي، حل لارې دې ولټوي او د تطبيق په موخه دې د بوديجې ترلاسه کولو په موخه د ماليې وزارت ته ولېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button