سرلیکنې

اقتصادي وده او د ځان بسياينې هڅې

افغانستان شاوخوا څلور لسيزې د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله له سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ و، دلته هره ورځ په اوسط ‌ډول له ۳۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته، خلکو په خلاص مټ سوداګري او تجارت نشوای کولی، هر لور ته زورواکي او چورواکي حاکمه وه او هېچا په هيواد کې دننه پانګونې ته زړه نشوای ښه کولی.

افغانستان شاوخوا څلور لسيزې د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله له سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ و، دلته هره ورځ په اوسط ‌ډول له ۳۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته، خلکو په خلاص مټ سوداګري او تجارت نشوای کولی، هر لور ته زورواکي او چورواکي حاکمه وه او هېچا په هيواد کې دننه پانګونې ته زړه نشوای ښه کولی.

خو له کومې ورځې چې د هيواد چارې اسلامي امارت په لاس کې اخيستي، په تقريباً ټولو برخو کې مثبت تغيرات او بدلونونه تر سترګو کېږي. امنيتي برخه بېخي ښه شوې ده، افغان ملت د هوسا ژوند مزه وڅکله، له استثنا پرته هر څوک چې هر ځای ته تګ وغواړي، تللی شي او زورواکۍ او چورواکۍ ته د پای ټکی اېښودل شوی.

اقتصادي برخه کې هم د پام وړ ښه والی راغلی، له هيواد څخه د صادراتو کچه د تېر په پرتله دوه چنده لوړه شوې، بهرنيو او کورنيو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمينه برابره شو  او ډېرو شرکتونو سره د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې مهم تړونونه هم لاسليک شوي دي، د بيلګې په ډول د جبل سراج، کندهار او هرات د سمنټو د پروژو پيل، چې په کلني ډول يې توليد شاو خوا پنځه نيم ميليونه ټنه اټکل شوی او موږ په کلني ډول څه باندې څلور ميليونه ټنه سيمنټو ته اړتيا لرو، يعنې د ځان بسيانې ترڅنګ په دې برخه کې صادرات هم کولی شو او په دې سره به په افغانستان کې د بېکارۍ کچه راټيټه شي، د خلکو اقتصادي حالت به ښه شي، يو شمېر مهمې زېربنايي پروژې به پرانيستل شي، نړيوال به په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅول شي او په مجموع کې به  افغان ملت او اسلامي امارت ته ډېرې ګټې له ځان سره راوړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې اسلامي امارت له نړيوالو او کورنيو شرکتونو سره يو لړ توافقنامې ترسره کوي، بلکې له دې وړاندې هم له يو شمېر چينايي او نورو نړيوالو او کورنيو شرکتونو سره د لوګر د  مس عينکو او د سرپل د قشقرې د تيلو د سترو قراردادونو په شمول ګڼ شمېر واړه او ستر قرادادونه شوي دي.

افغانستان کې په پراخه کچه تيل، ګاز، د ډبرو سکاره، وسپنه، سره زر، ليتيم او نورې ډول ډول طبيعي منابع موجودې دي، چې د څلورو لسيزو جګړو له امله ترې تراوسه پورې افغان ملت سالمه ګټه نه ده پورته کړې او که په  راتلونکي کې  د اسلامي امارت مسئولين او چارواکي د دغو طبيعي منابعو د استخراج او پروسس چارې منظمې  کړي او په دې برخه کې په شفاف او له نړيوالو معيارونو سره سم چارې پر مخ بوزي، ان شاء الله تعالی په ډېر لږ وخت کې به افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي.

د اقتصادي ځان بسياينې او پرمختګ په برخه کې بل ښه خبر د افغانيو ارزښت دی، چې نه يوازې د اسلامي امارت د سالم مديريت له امله ښه ساتل شوی، بلکې په دې وروستيو کې د ډالر او نورو کرنسيو په وړاندې يې ارزښت لوړ شوی هم دی، چې اوس په بازار کې يو امريکايي ډالر په شاوخوا پنځه اويا افغانيو بدلېږي او دا ډېر ښه حالت دی.

د اقتصادي پرمختګ او ځان بسياينې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت هڅې او ښه مديريت د ستايلو وړ دي، اسلامي امارت په ډېر کمو امکاناتو او لڼده موده کې وکړای شول، چې د فساد مخه ونيسي ، په بازار د يو څو مافيايي کړيو کنټرول له منځه يوسي او بازار ته د افغانۍ روپۍ عرضه هم په ډېر ښه ډول ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button