مقالې او تبصرې

اقتصادي نظام کې يوازې پر مالياتو تکيه نه ده پکار!

کامله خپلواکي هغه خپلواکي ده، چې یو نظام د ځمکنۍ خپلواکي تر څنګ؛ اقتصادي او سياسي خپلواکي هم ولري، تعليمي برخه کې هم پرمختللی وي او خپل لومړني حوايج هم په کور دننه پوره کړي او تر ډېره حده پر ځان بسيا واوسي

کامله خپلواکي هغه خپلواکي ده، چې یو نظام د ځمکنۍ خپلواکي تر څنګ؛ اقتصادي او سياسي خپلواکي هم ولري، تعليمي برخه کې هم پرمختللی وي او خپل لومړني حوايج هم په کور دننه پوره کړي او تر ډېره حده پر ځان بسيا واوسي.
الحمدلله؛ اوس موږ ځمکنۍ خپلواکي تر لاسه کړې، پر ټول هېواد یو قوي مرکزي اسلامي نظام واکمن دی او يوه لوېشت ځای هم د بل چا په واک کې نشته، سياسي برخه کې هم کاملاً خپلواک یو، مګر اقتصادي خپلواکي ته لا نه يو رسېدلي. اقتصاد مو کمزوری او له هرې خوا بنديزونو سره هم مخ يو.
دا ځکه چې کار له صفره پيل شو، تېره شل کلنه دوره کې افغانستان هيڅ اقتصاد نه درلود، هر څه په بهرني خيرات روان وو، زموږ اقتصاد داسې مثال درلود، لکه يو سوالګر ته چې څوک ښه مېلمستيا وکړي، ښه خوراک، څښاک پرې وکړي او ښې جامې ور واغوندي، خو چې بيګا ته راشي، کور کې يې هيڅ نه وي او وږی ويده شي. همدغه شان، موږ هم شل کاله يوه غوړه مېلمستيا وخوړه، خو اوس وږي ناست يو، ځکه خپله هیڅ شی نه لرو، پردی خيرات ؤ، هغه ختم شو. ځکه چې هغه خيرات اصلاً د وطن د اشغال بيه وه، چې تېرې ادارې تر لاسه کوله، خپل جيبونه یې پرې ډک کړل او ولاړل وتښتېدل. ملت نه پرون څه درلودل، نه يې نن لري. نو شل کاله دلته يو کاذب اقتصاد چلېده، اوس اسلامي امارت تقريباً له صفره کار پيل کړی، که خدای کول ورو، ورو به پرمختګ کوو، دا ځل د سوال، ګداګري او وطن پلورنې پر ځای پر خپلو مټو کار کوو او سرمايه جوړوو.
د اقتصاد لپاره د قوشتېپې په شان بسنټيزو پروژو ضرورت دی، تر څو هم خودکفا شو او هم داسې يو خپلواک او اساسي اقتصاد ولرو، چې د تل لپاره مو له پردي احتياجه خلاص کړي او دومره څه ولرو، چې د نړيوالو بشردوستانو(!) د بنديزونو مقابله پرې وکړو.
قوشتېپه په خپل ځای يوه لویه پروژه ده، خو د هېواد په سطحه دا يوه وړه پروژه ده، يعنې يوازې قوشتيپه زموږ ټول حوايج نه شي پوره کولی، بايد د قوشتېپې په شان نورې په لسګونو اساسي او بنسټيزې پروژې هم پيل کړو، تر څو نظام هيچا ته، آن خپل ولس ته هم لاس ونه نيسي.
سره له دې چې ماليات په ټوله نړۍ کې شته، د نړۍ هغه اوله درجه پرمختللي هېوادونه هم له خپلو ملتونو د مختلفو خدماتو په بدل کې ماليات اخلي، نو نورې نړۍ ته په کتو، زموږ نظام هم ماليات اخيستلی شي، بلکې اسلامي امارت خو اکثره برخو کې خلکو ته پخواني ماليات معاف هم کړل، يا يې تخفيف پکې راوست، مګر اسلامي نظام بايد له نورې نړۍ سره متفاوت وي، موږ بايد داسې حد ته ورسېږو، چې له خپل ملت څخه هيڅ ماليات وانخلو او ښه پراخ خدمت يې هم وکړو، همدا د اسلام او مسلمانۍ غوښتنه او زموږ د سلفو صالحينو تګلاره ده.
بل دا چې زموږ د هېوادوالو اقتصادي وضعيت هم ډېر کمزوری دی، اوسني ماليات هم پرې ملت بوج دي، که نوره نړۍ کې ماليات شته، نو د هغوی د ژوند کچه هم لوړه ده او ملتونه يې د ښه او پياوړي اقتصاد څښتنان دي. نو موږ بايد د خپلو هېوادوالو اقتصادي وضعيت هم په پام کې ونيسو، داسې ماليات بايد پرې وضع نه کړو، چې هغوی يې له اداء کولو عاجز وي. د تېرې ادارې پر مالياتي سيستم بايد له سره غور وشي او اصلاحات پکې راشي.
اګر چې اوس د علماؤ اجماع دا ده، چې يو اسلامي نظام کولی شي، د خپل نظام د پايښت او د خپل رعيت د خدمت لپاره له ولس څخه مناسب او عادلانه ماليات جمع کړي. مګر دا يې د جواز حد دی، کنه غوره خو دا ده، چې حکومت له خپل رعيت څخه هيڅ ماليات وانخلي او بې عوضه خدمات ورته وړاندې کړي.
هغه داسې چې حکومت بايد د معادنو، صنعت ، تجارت، زکات او عشر له لارې خپله بودجه برابره کړي، د اسلام اقتصادي نظام هيڅکله پر مالياتو نه دی ولاړ.
نو اسلامي امارت ته هم لازمه ده، چې د خپل اقتصادي پرمختګ او بهبود لپاره داسې پلان جوړ کړي، چې بالآخره له ولس څخه د مالياتو راغونډولو پروسه ختمه شي، نظام بايد له پورتنيو لارو استفاده وکړي او د ولس له مالياتو پرته پياوړی اقتصاد ولري.
الحمدلله؛ زموږ هېواد باندې الله تعالی بې شمېره قېمتي معادن لورولي، کولای شو له خپلو معادنو استفاده وکړو، د حکومت بودجه پرې برابره کړو او خپل رعيت ته خدمات وړاندې کړو، د همدې ملت شتمني ده، بايد د همدوی خدمت کې کار ترې واخلو. دغه راز؛ حکومت کولای شي، د قوشتېپې په شان نورې مختلفې بنسټيزې پروژې پيل کړي، چې هم د نظام د اقتصادي بهبود وسيله شي او هم مو هېوادوالو ته کار، روزګار برابر شي. دغه راز؛ د صنعت،  تجارت او ترانزیټ له لارې هم حکومت ډېر څه تر لاسه کولای شي.
لنډه دا چې نظام باید داسې پلان جوړ کړي، چې له نورو بدیلو لارو خپله بودجه برابره کړي او له خپل رعیت څخه مالیاتو راغونډولو ته محتاج ونه اوسي. ځکه د تل لپاره له رعیت څخه مالیات راغونډول نه د مسلمانۍ خبره ده او نه چندان د غیرت کار دی.
بلکې نظام هغه وخت کامل ولسي مشروعیت او ملاتړ پیدا کوي، چې له خپل رعیت څخه مالیات وانخلي او بلا عوضه په هره برخه کې خدمات ورته وړاندې کړي.
خو که حکومت له خپل رعیت څخه په مختلفو نومونو مالیات اخیستل، خصوصاً داسې حالت کې چې د رعیت اقتصادي کچه هم کمزورې وي، نو ډېر ژر د حکومت او رعیت تر منځ واټن رامنځ ته کېږي.
امویانو او عباسیانو چې کله د نورو مظالمو تر څنګ په وروستیو کې له خپل رعیت څخه مالیات اخیستل پیل کړل، نو په ګوټ، ګوټ کې یې مخالفتونه پیل شول او د حکومت او رعیت تر منځ واټن په زیاتېدو شو، تر دې چې دغه پیاوړي خلافتونه سقوط ته ورسیدل.
همدا راز؛ په اندلس کې هم حاکمانو پر خپل رعیت د هغوی له وسه پورته مالیات وضع کړل، رعیت یې د یادو مالیاتو له ورکولو عاجز ؤ، تر دې چې ورځ تر بلې د حاکم او رعیت تر منځ فاصله زیاتېده، خو یادو غلامو حاکمانو هماغسې مالیات ترې ټولول او خپلو صلیبي بادارانو ته به یې ورکول، خو صلیبي باداران یې هم ترې راضي نه شول او خپل رعیت یې هم له هستي او نیستي خلاص کړ، تر دې چې صلیبیانو یرغل پرې وکړ او بالاخره په ۱۴۹۲ م کال وروستي مسلمان واکمن ابو عبدالله الصغیر په ډېر ذلالت د الحمراء ماڼی کېلي ګانې صلیبیانو ته وسپارلې او په اندلس کې د مسلمانانو څو سوه کلن حکومت د تل لپاره سقوط شو.
نو موږ باید بیرته د راشده خلفاؤ او سلفو صالحینو لاره غوره کړو، داسې تګلاره باید جوړه کړو، چې له نورو بدیلو لارو خپله بودجه برابره کړو، له رعیت څخه مالیات وانخلو او بلا عوضه خدمات ورته وړاندې کړو.
ومن الله التوفیق

سعيد غلجی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button