اقتصاد

اقتصادي معاونيت: په تېرو لسو مياشتو کې مو څه د پاسه يو ميليارډ او ۷۰۰ ميليونه ډالره عوايد راټول کړي

د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي ،چې د افغانستان اسلامي امارت، په اقتصادي برخه کې په قوي مديريت او هڅو سره وکولای شول، چې په ځينو برخو کې د تېرو کلونو په پرتله ريکارډ خپل کړي.د اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې: د روان لمريز کال په تېرو لسو مياشتو کې يې څه د پاسه يو ميليارډ او ۷۰۰ ميليونه ډالره عوايد راټول کړي او همدا رنګه د صادراتو کچه يو ميليارډ او ۷۰۰ ميليونو ډالرو ته لوړه شوې ده.د اقتصادي معاونيت په راپور کې ويل شوي، چې د اسلامي امارت د هڅو په پايله کې، د بانکي سکتور د پاشل کېدو مخه نيول شوې او ورځ تربلې د هېوادوالو باور پرې زياتېږي.د راپور په بله برخه کې راغلي ،چې د پشتوانې کنګل کېدو او د هېواد پر بانکي سکتور پر شته بنديزونو سربېره، د بهرنيو اسعارو په وړاندې د ((افغانۍ)) ارزښت ثابت ساتل شوی؛ د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي او له کورنيو عوايدو له تمويلېدونکې بودجې څخه هره مياشت شاوخوا ۸۰۰ زره دولتي کارکوونکو ته معاش ورکول کېږي.دا په داسې حال کې ده ،چې نړيوال بانک، په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو او نفتي موادو بيې راټيټې شوي، د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانيو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو اندازه د پام وړ ډېره شوې، د دولتي کارکوونکو معاش پر وخت ورکول شوی او د ملي عوايدو په کچه کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی دی؛ هغه راپور چې د افغانستان داسلامي امارت له خوا يې هرکلي وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button