اقتصاد

اقتصادي ازادي د هیواد د پانګوالو مسؤلیت دی

 یادې څرګندونې تېر ماښام دوشنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۶ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور محترم وزير ملا خيرالله خيرخواه کندهار کې د سنو فارما درملو توليدي فابريکې په پرانيست غونډه کې وکړي. په پيل کې ښاغلي خيرخواه خوښي وښوده چې د یوې داسي درمل جوړونې فابریکې په پرانیست غونډه کې ګډون کوي، چې د هیواد په کچه یوه لویه او معیاري فابریکه ده. ښاغلي خيرخواه د خپلې وینا پرمهال وویل، چې کارخونې او فابريکې جوړول د هېواد اقتصادي حالت نور هم بډايه او پر ځان بسيا کولای شي.

نوموړي له ټولو ملي پانګوالو او تجارانو غوښتنه وکړه، چې خپلې شتمنۍ او پانګې هېواد دننه کې پر ځای ولګوي، چې په دې سره به له یوې خوا هېواد په ځان بسيا شي او بل به مو شتمني ساتل شوې وي؛ ځکه چې دلته امنيت خوندي دی او د خلګو شتمني په امنيت کې ده.

ښاغلي وزیر همدا راز زیاته کړه، چې اقتصادي ازادي د هیواد د ټولو پانګوالو مسؤليت او دنده ده، څو د هېواد اقتصاد پر پښو و دروي او د اقتصادي پرمختګ لپاره نه ستړي کيدونکي هڅې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button