سیاست او دولت

افـغـان پـلاوی قطـر تـه تللی

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته تللی دی.

16 / 100

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته تللی دی.

یاد پلاوی پرون مازیګر قطر ته روان شو.  تمه ده، د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان پر مالي او بانکي بنديزونو، د افغان حکومت پر ښکېلتیا، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې پر ننګونو او د نشه یي توکو پر وړاندې د افغان حکومت پر لاسته راوړنو بحثونه وشي.

افغان حکومت له وړاندې ویلي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې په غونډو کې بامانا ګډون غواړي او له سمبولیک ګډون څخه ډډه کوي.

د ویلو ده چې د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په دېرشمه او د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button