سیاست

افغان کډوال: د پاکستاني پولیسو لخوا ډېر ځورول کېږو

د پاکستان په پنجاب ایالت کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي چې د پاکستان حکومت لخوا دوی ته د ورکړل شوو پېژندپاڼو تاریخ تېر شوی، چې له امله یې دوی د پولیسو له خوا د ځورونې او ډیرو نورو ستونزو سره مخامخ دي. افغان کډوال وايي، چې کډوالو ته ورکړل شوي دغه کارتونه د دوی ټولې ستونزې نشي حل کولی، خو بېا هم د دوی د کډوالۍ یو ثبوت دی. په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) دفتر وايي د ستونزې د حل لپاره د پاکستان د حکومت سره په اړیکه کې دي. خو افغان کډوال دغه دفتر له دوی سره په مرستې نه کولو تورنوي. په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغان کډوال راجستر دي او د کډوالو د چارو ادارې وايي، په دغه هېواد کې د بې اسناده افغان کډوالو شمېر له دې هم زیات دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button