اقتصاد

افغان پوسټ: د کال ۶ سوه میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کوو

افغان پوسټ چې په دې وروستیو کې د فعالیت ساحې سره مراجعین هم زیات شوي دي، وایي چې کالنی شاوخوا ۶سوه میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کوو.

افغان پوسټ چې په دې وروستیو کې د فعالیت ساحې سره مراجعین هم زیات شوي دي، وایي چې کالنی شاوخوا ۶سوه میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کوو. د افغان پوسټ د سوداګرۍ د پراختیا رئیس انجینر ذبیح الله عمر د هیواد ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي پیغام کې د عوایدو په اړه و ویلې: تقریبا مونږه د میاشتې په اوسط ډول له ۴۵ څخه تر۵۰ ملیونو افغانۍ عواید لاسته راوړو، چې په دې کې مصارف هم لرو او تر څنګ یې که کالني عواید حساب کړو تقریبا شاوخوا ۶ سوه میلیونه افغانۍ کېږي. د نوموړي په وینا دغه عواید ټول خالص نه دي، بلکې له همدې پیسو څخه د کارکوونکو، مصرف، معاشات او ټکس هم ورکول کېږي؛ چې د نوموړي په وینا خالص کالني عواید ۱۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي.

خو ځیني مراجعین یې له لوړ مالي ټکس او ځنډ څخه شکایت هم کوي. صدام حسین شاکر چې له دغو مراجعینو څخه دی، د هیواد ورځپاڼې خبریال ته په رالېږل شوي لیکنه کې د اسنادو له ځنډېدلو شکایت کړی دی، چې په وینا یې اسناد یې له یوې میاشتې زیات ځنډول شوې دي. میرویس ریحان د هیواد ورځپاڼې خبریال ته په غږیز پیغام کې و ویلې: افغان پوسټ چې کوم خدمات ترسره کوي، له یوه اړخه ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي، خو له بل اړخه د وطن په اوسني شرایطو کې ډېر سخت دي، دوی یوازې په کابل کې د محصیلینو له اسنادو څخه ۳۲۰ افغانۍ اخلي، چې دا د ځینو نه، بلکې د ډېرو محصیلینو له وسې پوره نه ده. خو ښاغلی عمر بیا د لوړ ټکس په مقابل کې د لوړو مصارفو او معاشاتو یادونه کوي، چې په وینا یې د نوموړې ادارې له ټولو مصارفو بغیر ډېره ناچیزه ګټه پاتې کېږي. نوموړي زیاته کړه: مونږه چې له یو ولایت څخه د یو محصل اسنادونه راخلو حتی له یوه لرې ولایت څخه هم اسنادو راوړو، کابل کې یې پروسس کوو او بېرته یې مربوطه ولایت ته انتقالوو، مونږه ۵ سوه افغانۍ اخلو، حال دا چې که دا خپله دا کار وکړي، نو تقریبا په زرهاوو روپو به ورته تمام شي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان کې پوسټي خدمتونه په ۱۲۴۹ کال د امیرشیرعلي خان د واکمنۍ په دوره کې رامنځته شوي، چې تاریخ یې له یوې نیمې پېړۍ څخه اوړي؛ اوس مهال د هیواد په ټولو ولایاتو او ۱۹۲ هیوادونو کې فعالیت کوي؛ چې د هیواد په داخل کې د ځینو اسنادو په مختلفو اداراتو کې تائیدي، له ولایاتو څخه کابل ته او له کابل څخه ولایاتو ته د اسنادو انتقال او همدارنګه هیوادوال له ۱۹۲ هیوادونو څخه کولی شي، وړې غوټې، اسناد، پارسلات، کارګو او داسې نور څيزونه د جهان هرې نقطې ته ولېږي او راولېږي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button