
افغان ولس له پخوانيو جنګسالارانو سره خـبرې اتـرې نـه غـواړي!
که د بین الافغاني خبرو اترو او ټولګډونه حکومت نه مقصد د پخوانيو جنګسالارانو بيا راوستل او واک ور وېشل وي، نو دا ډول غوښتنې که د هر چا له خوا وي، افغان ولس به يې قطعاً ونه مني،ځکه هغه شرمندګي چې د همدې ټوپکسالارانو له لارې افغانانو ته رسېدلې، د بيا تکرار زغم يې له هېچا سره نشته په دې لړ کې د کينه کښو او پرديپالو کړيو يوه مهمه دسيسه د قومي تعصبونو راپارونه ده چې په دې ورځو کې يې بيا زور ورکړی او د بهرنيو دښمنانو د تبليغاتي ماشین پرمټ لګيا دي هوا ورکوي، خو حقيقت دادی چې زموږ په هېواد کې د دغو قومي متعصبينو بدنيتي ، پرديپالنه او اصلي ماهيت هر افغان وګړي ته د لمر په شان واضح څرګند شوی او باوري يو، چې د هغوی ټولې نارې سورې يو مخ ناچله دي، وجه داده چې دوی خپل ټول زور او ځواک استعمال کړي او د پرچميانو له زمانې تر اوسه يې افغانانو ته هېڅ خير نه دی رسولی،تر دې چې ګران هېواد ته د شوروي ځواکونو را بلل، د هغوی تر څنګ درېدل او د افغانانو په عام وژنه کې د هغوی مرسته کول يې هم د همدې قومي تعصب پر بناء وو او همدارنګه بل وار د صليبيانو دروازې ټکول، رابلل او تر شلو کلونو د يرغلګرو لښکرو هر اړخيز ملاتړ هم پر همدې احساس و، لنډه داچې له تېرو څه باندې څلورو لسيزو را په دې خوا زمانې کيسه نه ده، بلکې همدا نن لا ټول هغه نسل ژوندی او موجود دی چې د يادو کړيو ټول وحشتونه يې په خپلو سترګو ليدلي او ترې زيانمن شوي دي. په دې اساس دا وخت د افغان ولس غوڅ اکثريت په خورا صراحت يادو مغرضو سياسيونو ته خبر ورکوي، چې نور دې له دغه ناوړه، کرکجن او ناچله شعارو تېر شي، دوی خپل ټول زور استعمال کړی، يو ځل يې نيمه ختيځه نړۍ او بل وار يې نيمه لوېديځه نړۍ د دې هېواد په ورانولو او مؤمنو پرګنو په وژلو او ځورولو کې ستومانه کړې او نور يې په نړۍ کې داسې کوم ملګری نه دی پاتې ، چې د هغوی د لښکرو پر مټ يو ځل بيا د کابل پر ګدۍ کېني، نو ښه به داوي چې د هېواد تجزيه کولو، قومونو جنګولو او د خپل قاطع اکثريت خلکو د هيلو پر خلاف نارو سورو نه تېر او يوازې له هغو لارو د ملت په زړونو کې ځای پيدا کړي، چې عام ولس ته امنيت،سوکالي او پرمختګ راجلبولی شي، لنډه داچې که څوک له څه ناڅه سليم عقله کار واخلي،نور دې د شمال او جنوب يا پلاني او بستاني قوم د محدود ګټو پر ځای د لروبر هېواد او ټول ملت د سوکالۍ او پرمختګ پر موضوع فکر وکړي، ځکه په دې توګه ټول هېواد ودانېږي او ټول ملتونه خوشحالي او سوکالي ترلاسه کولای شي.