
افغان حکومت: نړيوال بانک دې په هيواد کې نيمګړې پروژې بېرته پيل کړي
د افغانستان داسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت د اعلاميې په خپرولو سره، د افغانستان داقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی دی.په اعلاميه کې ويل شوي: د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت، د افغانستان داقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک له لوري د وروستي راپور د ټولو مثبتو او پر واقعيتونو بنا ټکو هرکلی کوي او دغه اقدام د افغانستان د حقيقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت په برخه کې يو واضح انځور ګڼي چې نړۍ ته يې وړاندې کړی دی.د اقتصادي معاونيت په باور؛ که چيرې د افغانستان پر بانکي سکتور شته بنديزونه لرې او د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده شي؛ د هېواد اقتصادي وضعيت به له دې هم د ښه والي او استحکام په لور ګړندي ګامونه واخلي او بار به يې د نړيوالو له اوږو سپک شي.دغه معاونيت له ټولو نړيوالو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه ياد کړي ،چې په افغانستان کې ترسره شوي دي، په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې، چې نړۍ په دې برخه کې د افغانستان پر حقيقي وضعيت خبره شي.همدا رنګه: د افغانستان داسلامي امارت اقتصادي معاونيت پر ټولو نړيوالو سازمانونو او مرستندويو ادارو غږ کړی، چې له افغانستان سره د پراختيايي پروژو د تمويل په برخه کې ګامونه پورته کړي چې په پايله کې به يې د بې کارۍ کچه راټيټه او د هېواد پر اقتصادي وضعيت به لا ډېره مثبته اغېزه ولري.د اعلاميې په پای کې، له نړيوال بانک څخه غوښتنه شوې ،چې د افغانستان په اړه د واقعيتونو د خپرولو ترڅنګ؛ هغه پروژې چې د دغه سازمان له لوري تمويلېدې، خو د افغانستان داسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته يې کارونه نيمګړي پاتې دي؛ بېرته پيل او چارې يې بشپړې کړي.د يادونې وړ ده ،چې د نړيوال بانک په راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو او نفتي موادو بيې راټيټې شوې، د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانيو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو اندازه د پام وړ زياته شوې، د دولتي کارکوونکو معاش پر وخت ورکړ شوی او د ملي عوايدو په کچه کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی دی.