سیاست

افغان حکومت: د اسرائيلي اشغالګرو له خوا د غزې په تړانګه کې د بشريت ضد جرمونو مخه بايد ونيول شي

 افغان حکومت ويلي، چې د اسرائيلي اشغالګرو له خوا د غزې په تړانګه کې د بشريت ضد او جنګي جرمونو مخه بايد ونيول شي.

 افغان حکومت ويلي، چې د اسرائيلي اشغالګرو له خوا د غزې په تړانګه کې د بشريت ضد او جنګي جرمونو مخه بايد ونيول شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپله رسمي « ټويټر» پاڼه ليکلي، چې د وحشي اسرائيلي ځواکونو له خوا د غزې په تړانګه کې د اوبو، خوړو، درملو او بريښنا قطع کول، او ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ ښځو په شمول د ۷۰۴ ملکيانو شهيدانول، تر ۲۰۰۰ زيات ټپيانول او په قصدي توګه د ملکيانو کورونه، مسجدونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي او د بشريت ضد جرم ګڼل کيږي.

ښاغلي بلخي، د نړۍ په هيوادونو او نړيوالو سازمانونو، په اسلامي هيوادونو او په ځانګړي توګه په ملګرو ملتونو غږ کړي او غوښتنه يې کړې، چې په عاجله توګه د صهيونيسټي رژيم له خوا د داسې نسل وژنې مخه ونسيي چې متأسفانه د متحده ايالاتو او يو شمير اروپايي هيوادونو له خوا بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button