سرلیکنې

افغان حکومت او دنړيوال ستونزې!

څه باندې درې کاله وړاندې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان ملت د اوږدې او بې سارې مبارزې په برکت او د الله تعالی په مرسته امريکا او متحدين يې اړ شول، چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي.

څه باندې درې کاله وړاندې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان ملت د اوږدې او بې سارې مبارزې په برکت او د الله تعالی په مرسته امريکا او متحدين يې اړ شول، چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي.

د امريکا حکومت او مشرانو د دې لپاره چې خپله ناکامي پټه کړي او ځان ته د خټو پوزه جوړه کړي، د قطر پلازمېنه دوحه کې يې د افغانستان داسلامي امارت له استازو سره اوږدې خبرې اترې وکړې او په پای کې د دوحې توافقنامې تر عنوان لاندې يو تړون لاسليک شو.

په دغه تړون کې امريکا ژمنه کړې وه چې اشغال به پای ته رسوي، په افغانستان کې به هيڅ راز مداخله نه کوي او د اسلامي امارت د مشرانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه باسي.

له تړون وروسته که څه هم امريکا له افغانستان څخه خپل ټول عسکر و اېستل؛ خو په نورو ډېرو برخو کې يې په پرله پسې توګه له تړون څخه سرغړونې وکړې، د بيلګې په ډول د افغانستان پر فضايي قلمرو يې بې پیلوټه الوتکې الوتنه کوي، د اسلامي امارت د مشرانو نومونه لا هم له تور لېست څخه نه دي ايستل شوي او د افغانستان بانک له اوو ميلياردو ډالرو زياته شتمني يې د ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف کنګل کړې ده.

اسلامي امارت د مقابل لوري له دوامدارو سرغړونو سره سره بيا هم د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوی او د افغانستان د عليا ګټو په خاطر خپلو ژمنو ته وفادار پاتې دی.

دا د اسلامي امارت د مشرانو کمزوري نه، بلکې د لوړ ظرفيت او اسلامي او ملي ارزښتونو او ګټو ته د ژمنتيا څرګند ثبوت دی.

پر ژمنه او عهد وفا د اسلاميت او انسانيت غوښتنه ده، په ځانګړي ډول له اسلامي نظامونو او خوځښتونو سره پر ژمنو نه درېدل بيخي نه ښايي.

اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره د متقابل احترام او درناوي پر بنسټ د ولاړو سياسي او اقتصادي اړيکو غوښتونکی دی او په مکرر ډول يې ويلي چې د نورو پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه هېچاته نه ورکوي، خو له نورو هيوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

نړيواله ټولنه او په ځانګړي ډول لويديځ دې هم نور د افغانستان لپاره پر خپلو پاليسيو له سره غور وکړي، پر اسلامي امارت د سياسي او اقتصادي فشارونو پر ځای دې د اړيکو پر پراختيا او رغېدو تمرکز وکړي او که کومه ستونزه لري، له سياسي چينلونو دې تر افغان حکومته ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button